اوچا: د امریکا له مالي ملاتړ پرته به مېلیونونه افغانان له بشرپاله مرستو محروم شي

۲ ورځې مخکې

د ملګرو ملتونو د بشرپاله مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا خبرداری ورکړی، چې د امریکا متحده‌ایالاتونو د مالي ملاتړ له دوام پرته به مېلیونونه افغانان له بشرپاله مرستو بې‌برخې پاتې شي.

د یادې ادارې په وینا، د امریکا د مرستو له کمېدو سره د ۱۴۵ مېلیونه ډالرو په ارزښت بېړنۍ پروژې په ټپه درېدلي دي.

دغې ادارې د سې‌شنبه په ورځ (د غبرګولي ۱۳مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې، چې د مالي سرچینو د کمښت له امله تر اوسه څه باندې ۴۲۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي. همداراز، د ماشومانو او مېندو د تغذیې ۲۹۸ ځانګړو مرکزونو خپل فعالیت بند کړی دی.

د اوچا په راپور کې راغلي، چې د مرستو له کمېدو سره د ۱۴۵ مېلیونه ډالرو په ارزښت بېړنۍ پروژې درول شوې دي. دغه‌راز، د اوبو، حفظ‌الصحې او روغتیا ۱۳ پروژې هم د بودیجې د نشتوالي له امله ځنډول شوې دي.

د اوچا د معلوماتو پر بنسټ، د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر پایه پورې دغې ادارې وکړای شول چې ۷.۶ مېلیونو کسانو ته مرستې ورسوي، په داسې حال کې چې تېر کال دا کچه ۹.۴ مېلیونه کسانو ته رسېده.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د ملګرو ملتونو د بشرپاله چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي و، چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې شاوخوا  ۲۲.۹ مېلیونه خلک بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

نوموړې ادارې ټینګار کړی و، چې که نړۍواله ټولنه دا وضعیت له پامه وغورځوي، نو د مېلیونونو انسانانو ژوند به له لا ډېرو ګواښونو سره مخ شي.

د یادونې ده، چې له افغانستان سره د امریکا د مالي مرستو تر کمېدو وروسته، دغه هېواد اوس مهال له یوه پراخ، ژور او دوامداره بشري ناورین سره مخ دی او هېوادوال سملاسي مرستو ته اړتیا لري.

نور خبرونه

رادیو