طالبانو د خوست ولایت په تڼیو او صبریو، د کابل په فرزې او د سمنګان په دوآب ولسوالیو کې د یوې ښځې په ګډون ۱۱ کسان د لواطت، قتل، ټپي کولو، زنا او غلا په تور په دُرو وهلي دي.
د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۱مه) د جلا-جلا خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي، چې له یاد شمېر کسانو څخه هر یو یې له درېیو میاشتو تر لسو کلونو تنفيذي بند او له ۲۰ څخه تر ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم شوي و.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په تېرو درېیو ورځو کې په کونړ، تخار، فاریاب او کندوز ولایتونو کې هم د درېیو ښځو په ګډون ۲۴ کسان په بېلابېلو تورونو په دُرو وهلي دي.
طالبان وایي، چې که په تورنو کسانو د حدود او تعزیراتو سزاګانې تطبیق نه شي ټولنه د فساد لوري ته ځي او د ټولنې د وګړو مال، ځان او نفس خوندي کېدای نه شي.
د دوی په خبره، قصاص او نورې بدني سزاوې «د ولس غوښتنې دي او هېڅوک د دوی دین او قضا کې د مداخلې حق نه لري.»