پاکستانۍ ورځپاڼې ډان راپور ورکړی، چې افغان خبریالان د بشري حقونو د ګواښونو تر سیوري لاندې پاکستان ته د خوندي پناه هیله لري، خو په دغه هېواد کې د افغان کډوالو نیول او افغانستان ته یې جبري ستنول لا هم دوام لري.
د بیان ازادي چې د هرې ازادې ټولنې بنسټ ګڼل کېږي، په افغانستان کې تر سخت فشار لاندې دی.
په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته خبریالان، لیکوالان، هنرمندان او د بشري حقونو فعالان له پراخو محدودیتونو، سانسور، نیولو او ان له وژنې سره مخ شوي دي.
که څه هم خبریالان اطلاعاتو ته تر ډېره لاسرسی لري، خو دا چې دا حقایق خلکو ته ورسوي، ګوښوونکی کار ګرځېدلی. داسې ژورنالستان شته چې یوازې د یو انتقادي راپور له امله نیول شوي، وهل شوي یا هم بېدرکه شوي دي.
د ازادې رسنۍ شاخصونه
د نړۍوال مطبوعاتي سازمان "د بې پولې خبریالانو" د تازه راپور له مخې، افغانستان د بیان ازادۍ له پلوه د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو کې ۱۷۸م مقام لري.
دا په داسې حال کې ده، چې له طالبانو وړاندې یعنې په ۲۰۲۱ کې افغانستان ۱۲۲م مقام درلود، چې دا د ازادې رسنۍ د یوه ناورین ښکارندوی ګڼل کېږي.
د طالبانو تر واک لاندې، یوازې انتقادي ژورنالیزم نه دی ګواښل شوی، بلکې هغه راپورونه هم چې د طالبانو حکومتي روایت سره همغږي نه لري، له سانسوره تېرېږي یا د خطرونو سبب ګرځي.
خبریالان له افغانستانه تښتي، خو له خوندي پناه بېبرخې دي
له افغانستانه زرګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وتلي او ګڼ شمېر یې لا هم په پاکستان کې د کډوالو په توګه ژوند کوي. خو د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د «ناقانونه بهرنیو اتباعو د اېستلو» پروګرام په لړ کې د دوی برخلیک هم تر پوښتنې لاندې راغلی.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه (CPJ)، چې د رسنیو نړۍوال دفاعي بنسټ دی، له پاکستانه غوښتنه کړې چې دا کمپاین وځنډوي او افغان خبریالانو ته دې خوندي پناه ورکړي.
په یوه ګډ بیان کې CPJ او یو شمېر نورو نړۍوالو سازمانونو ویلي:«افغان لیکوالان، ژورنالستان، هنرمندان، او د بشري حقونو فعالان باید له جدي خطرونو څخه خوندي شي او دوی ته دې د امن، قانوني او باوقاره پناه لاره برابره شي.»
پاکستان باید د انساني همدردۍ غږ واوري
په داسې حال کې چې لوېدیځ هېوادونه د افغانستان اوسني ناورین کې ژوره برخه لري، افغان خبریالانو ته د پناه ورکولو دروازې تړلي دي او په دې وخت کې باید پاکستان د بشري مسوولیت له مخې عمل وکړي.
په اسلاماباد، پېښور، کوټه او کراچۍ کې زرګونه افغان خبریالان او فرهنګي فعالان شتون لري، چې د خپلو ویزو د ختمېدو له امله د اېستلو له ګواښ سره مخ دي. د دوی اېستل یوازې دا معنا لري چې هغوی بېرته یو داسې ځای ته استول کېږي، چېرې چې شکنجه، وېرې او شاید مرګ ورته منتظر وي.
ازادې رسنۍ یو ملت ژوندی ساتي
افغانستان نن موږ ته دا درس راکوي، چې کله یو ملت خپل خبریال غلی کړي، هغه ملت له رڼا، حقیقت او پرمختګه بېبرخې کېږي.
ازادې رسنۍ د ټولنې وجدان دي؛ که دا وجدان چوپ شي، نو د دروغو، وېرې او ظلم بازار تودېږي.
پاکستان باید افغان خبریالان یوازې د یوه سیاسي بار پر ځای، د بیان د ازادۍ استازي وګڼي او ورته داسې پناه ورکړي، چې د رڼا غږ له منځه لاړ نه شي.