په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغه ډله هڅه کوي، چې ولس ته د خدمت په نوم د بیارغونې نمایشي او بې کیفیته پروژې په ځانګړې ډول د اوبو د مهارولو ادعا د خپل ځان په ګټه د تبلیغ وسیله وګرځوي.
په دغه پروژو کې یو هم د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د اوبو کوچني بندونه شامل دي، چې دغه ډله یې د خپل ځان لپاره د تبلیغاتو په توګه کاروي؛ خو د کیفیت له مخې دومره کمزوري وي، چې د سېلاب له راتګ وړاندې یې د باران اوبه له ځانه سره وړي.
د بېلګې په توګه د خوست ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې د لېژې بند چې له پرانستي یوه اونۍ ورسته د باران اوبو ونړاوه.
طالب چارواکو د دغه بند په پرانیست غونډه کې ویلي و، چې دغه پروژه د ۵۵ مېلیونه افغانیو په لګښت چې ۵۱ متره اوږدوالی او ۱۶ متره لوړوالی لري؛ په سټنډرد ډول د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت لهخوا جوړه شوې ده.
دغه بند له پرانیستې یوه اونۍ وروسته په داسې حال کې باران ونړاوه، چې نړېدو یې د پخوانیو سیاسي څېرو او عامه خلکو ګڼ غبرګونونه راوپارول.
د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمتالله نبیل د بند د نړېدو په غبرګون کې ویلي و، چې د خلکو د پوهاوي د کچې په لوړېدو سره به ډېر ژر د طالبانو استبدادي بند هم د لیژې بند په څېر ونړېږي او د ولس د ازادۍ لپاره به لاره پرانېزي.
د نبیل په وینا؛ هغه پروژې چې د علم، تخصص او څارنې پرځای د شعارونو، ریاکارۍ او دعا پر محور جوړې شوې، پایله به یې نړېدل وي.
د باران له امله د نړېدونکي بند په اړه د خلکو تر پراخو غبرګونونو وروسته طالبانو وویل، چې په دې اړه یې هر اړخیزې څېړنې روانې دي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون په خوست کې د دغه ډلې د ویاند مستغفر ګربز په حواله لیکلي و: «له ولسونو سره به د هيلو او ارمانونو پر وړاندې هېڅ ډول لوبې و نه شي؛ بلکې د یادې ستونزې د حل په موخه به لازم او اړین ګامونه واخیستل شي.»
اوس یو ځل بیا د طالبانو په ولکه کې د باختر خبري اژانس خبر ورکړې، چې په کندهار ولایت کې د دغه ډلې د اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي د ملګرو ملتونو د پرختیایي پروګرام په مالي ملاتړ یې د تخته پل ولسوالۍ په بیانزو سیمه کې د اوبو ذخیروي بند جوړ کړی دی.
راپور زیاتوي، چې دغه بند د څه باندې ۳۵ مېلیونه افغانیو په لګښت د لسو میاشتو په موده کې بشپړ شوی دی.
په راپور کې راغلي، چې د بیانزو د اوبو ذخیروي بند د ۲.۵ مېلیونه متره معکب اوبو په زېرمه کولو سره ۱۶.۵ متره لوړوالی او ۲۴۵ متره اوږدوالی لري.
خو نیوکه کوونکي وایي، که دغه بند هم د خوست د لېژي بند په څېر جوړ شوی وي؛ نو ښایي په یو باران وشړېږي.