په داسې حال کې چې لا هم د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنځیو دروازې تړلې دي، د طالبانو استازی د روسیې په تاتارستان کې د کازان په تعلیمي ناسته کې ګډون کوي.
د «راتلونکې جوړونه» تر سرلیک لاندې دا درېیمه نړۍواله غونډه ده، چې د بېلابېلو هېوادونو د پوهنې وزیرانو ترمنځ د (غبرګولي ۲۱مه او ۲۲مه) نېټه ترسره کېږي.
که څه هم لا تر اوسه څرګنده نه ده، چې طالبان به په کومه کچه د دغې غونډې برخهوال وي؛ خو د طالبانو پوهنې وزیر د (۱۴۰۳ لمریز کال) هم په ورته غونډه کې ګډون کړی و.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر د ۱۴۰۲ لمریز کال په غبرګولي میاشت کې په همدې ډول یوې نړۍوالې غونډه کې برخه اخیستې وه.
په افغانستان کې د روسیې د سوداګریزو اړیکو د مرکز مشر رستم خبیبولین ویلي، چې طالبان تل په فعاله ډول په دې غونډو کې برخه اخلي.
نوموړي زیاته کړې، چې په روانه غونډه کې به د ځوانانو د زدهکړو اړوند مهم موضوعات تر بحث لاندې ونیول شي.
په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو دوامداره بندیز پراخ نړۍوال غبرګونونه راپارولي دي.
ډېر نوموتي کسان، سیاسي مشران او نړۍوال سازمانونه لکه د بښنې نړۍوال سازمان او یونېسف له طالبانو غوښتي، چې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي.
خو طالبانو تر اوسه د دغو غوښتنو مثبت ځواب نه دی ورکړی او دا څلورم پرلپسې کال دی، چې نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تګ اجازه نه لري.
له بل پلوه د طالبانو سخت دریځه مشر ملا هبت الله ورځ تر بلې پر ښځو او نجونو خپل محدودیتونه پراخوي.