د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت خبر ورکړی، چې په پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د ځايي اوسېدونکو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه په بېلابېلو لرو پرتو سیمو کې ۱۸۷ مخابراتي سایټونه جوړوي.
د طالبانو یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې وزیر یې نجیب الله حیات حقاني دغو درېیو ولایتونو ته د سفر پر مهال له ځايي طالب چارواکو او خلکو سره دغه تازه ژمنې کړې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، یوازې «۴۶سایټونه په خوست ولایت کې د نوموړي له لوري د خلکو په غوښتنه منظور شول.
د هېواد په لرو پرتو غرنیو سیمو کې مخابراتي ستونزې یوه لویه او جدي ننګونه ده، چې له کبله یې خلک د اړیکو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د طالبانو دغه وزارت پخوا هم په بېلابېلو سیمو کې دغه ډول ژمنې کړې وې؛ خو لا هم دغه ستونزې پر خپل ځای پاتې دي.
له دې ور هاخوا نورستان یو له هغو ولایتونو دی، چې د مخابراتي شبکو پوښښ په کې خورا کم رنګه دی او ځايي اوسېدونکو یې څو، څو ځله په دې تړاو شکایتونه کړي؛ خو لا یې هم ستونزې نه دي حل شوې.
د یاد ولایت د مرکز پارون په ځینو سیمو کې ان لا مخابراتي شبکې پوښښ نه لري او خلک اړ دي، چې له خپلو کورونو څخه په واټن کې نورو سیمو ته د ټلېفوني اړیکو لپاره لاړ شي.
د مخابراتي شبکو په انټرنېټي خدمتونو هم سختې نیوکې شته. طالبانو که څه هم څو، څو ځله د دغو خدمتونو د ښه کېدو او بیو د کموالي اعلانونه کړي؛ خو خلک شکایت کوي چې په عملي توګه یې د دغو اقداماتو هېڅ څرک نه دی لیدلی.
د مخابراتي چارو کارپوهان وايي، که څه هم په افغانستان کې مخابراتي شبکې د 4G خدمتونو د وړاندې کولو ادعا کوي؛ خو لا هم په رېښتینې توګه هېڅ شبکه په دغه سرعت انټرنېټ نه لري.