طالبانو په نورستان کې د ۴۳مېلیونه افغانیو په ارزښت بیروج پلورلي

۳ ورځې مخکې

په نورستان کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس سید رحیم عمیر ویلي، چې په دغه ولایت کې یې د څه باندې ۴۳مېلیونه افغانیو په ارزښت بېروج پلورلي دي.

هغه زیاته کړې،‌ دغه ګران بیه ډبرې د نورستان ولایت په دواب ولسوالۍ کې د ماوې کان څخه ترلاسه شوې دي.

د هغه په وینا؛ دغه بېروج یې د ازادې بولۍ له لارې پلورلي او دوی به ترې ۴مېلیونه افغانۍ عواید هم ترلاسه کړي.

طالبانو تر دې وړاندې هم څو، څو ځله په نورستان او کونړ کې د بېروج ګران بیه ډبرې پلورلې دي. په دغو دوو ولایتونو کې د افغانستان تر بل هر ځایه د ګران بیه ډبرو کانونه ډېر دي.

د راپورونو له مخې؛ په نورستان او کونړ کې په ناقانونه توګه هم د طالبانو د ځینو قوماندانانو له لوري کانونه کېندل کېږي، چې ترلاسه کېدونکي عواید یې د دغه ډلې د ځینو لوړ پوړو غړو جېبونو ته ځي.

همدا راز نیوکې کېږي، چې په یادو ولایتونو کې په خورا غیرمسلکي توګه کانونه کېندل کېږي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم پخواني وزیر شهاب الدین دلاور په ګډون د دغه ډلې په یو شمېر نورو لوړ پوړو غړو تورونه د‌ي، چې ګوندې د کانونو د قراردادونو په برخه کې یې پراخ فساد کړی او د بډو په بدل کې یې ځینو شرکتونو ته قراردادونه ورکړي دي.

همدا راز پر طالبانو تور دی، چې د افغانستان په کانونو یې منګولې ښخې کړې او پرته له ځانګړو معیارونو یې د خپلو عوایدو ډېرېدو لپاره تړونونه کړي.

وېره ده، چې د دغو خپلسرو او نامعیاري تړونونو له کبله به د افغانستان کانونه تر سختو اغېزو لاندې راشي او دغه طبیعي شتمني یې د لوټ کېدو له ګواښ سره هم مخ کړې ده.

نور خبرونه

رادیو