د غور روغتیايي علومو انسټېټیوټ له نجونو پرته یوازې د هلکانو د جذب اعلان کړی

۳ ورځې مخکې

د طالبانو عامې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د غور ولایت روغتیایي انسټېټیوټ روان لمریز کال لپاره نوي زده‌کړیالان جذبوي؛ خو په خبرتیا کې یې یوازې هلکانو ته د نوم لیکنې یادونه کړې او نجونې په کې نه دي ذکر شوې.

یاد وزارت زیاته کړې، یوازې هلکان کولای شي چې په فارمسي، عالي نرسنګ او طبي ټکنالوژیو کې نوم لیکنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو میاشتې وړاندې د طالبانو د مشر ملا هبت الله په امر په روغتیايي برخه کې هم د نجونو پر نیمه او لوړو زده‌کړو بندیزونه ولګېدل.

یو شمېر روغتیایي بنسټونو اندېښنه ښوولې، چې د طالبانو د دغه پرېکړې له امله په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځینه ناروغانو ستونزې ډېرې شوې او روغتیاپالانې هم مخ په کمېدو دي.

د بندیز دغه پرېکړه د افغانستان روغتیایي سکټور او په ځانګړې توګه ښځینه ناروغانو ته په راتلونکي کې جدي ګواښ بلل شوی دی.

طالبانو تر دې پرېکړې وړاندې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځیو هم بندیز لګولی و او د دغې ډلې تر واک لاندې د پوهنتون دروازې هم د نجونو پر مخ په بشپړه توګه بندې دي.

که څه هم د اسلامي هېوادونو په بېلابېلو ناستو کې د طالبانو دا کار له شرعي اصولو سره په ټکر کې بلل شوی او له دغه ډلې یې غوښتې، چې د نجونو زده‌کړو ته اجازه ورکړي؛ خو د طالبانو سختدریځه مشر نه یوازې دا چې د زده‌کړو په برخه کې یې بندیزونه ختم نه کړل؛ بلکې پر نجونو او ښځو یې لا ډېر محدودیتونه ولګول.

نور خبرونه

رادیو