د طالبانو د ټولګټو وزارت اعلان کړی، چې د سالنګ لویه لار تر لوی اختر وروسته د روان هجري لمریز کال د غبرګولی په ۲۰مه د بار وړونکو موټرو پر مخ تړي.
دغه وزارت وايي، له دې اقدام څخه يې موخه د سالنګ لويې لارې د پاتې برخو د بيارغونې پروژې پلې کول دي.
د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د یکشنبه په ورځ د غبرګولي په ۱۱ وویل چې بار وړونکي واړه موټر به له شمال څخه جنوب ته او له جنوب څخه شمال ته په بدیله لاره چې د دوی لپاره پلان شوې ده، تګ راتګ کوي.
دغه طالب چارواکي د «۳۰۳، ۳۰۴ او ۵۸۰» باروړونکو موټرو په ګډون د لویو او وړو باروړونکو موټرو له ټولو چلوونکو غوښتي چې د ورځې ۲۴ ساعته پر بدیلو لویو لارو تګ راتګ وکړي.
د طالبانو د ټولګټو وزارت د روان کال د لیندۍ په درېیمه اعلان وکړ، چې د سالنګ لویه لار به د ترافیکو پر مخ وتړي.
طالبانو سالنګ تونل له بیارغونې وروسته په ۱۴۰۲ کال کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیست.
دا لویه لار د افغانستان یوه له سترو او مهمو لارو ده، چې پلازمینه له شمالي ولایتونو سره نښلوي.
تر دې وړاندې یو شمېر افغانانو ویلي وو چې طالبانو د دغې لویې لارې د بیارغونې چارې نیمګړې پرېیښې دي او رغول شوی سړک هم خراب شوی دی.