طالبانو په کابل کې د معاملاتو لارښوونو ۶۹ دفترونه تړلي دي

۳ ورځې مخکې

د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې یې په کابل ښار کې د معاملاتو د لارښوونې ۶۹ دفترونه د سرغړونو او غیر قانوني فعالیت له امله تړلي دي.

د دغه وزارت له لوري د یکشنبې په ورځ «د غبرګولي ۱۱مه» په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د څار ډلې په غويي میاشت کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونو ۲۳۰ دفترونو څارنه کړې ده.

د طالبانو عدلیې وزارت ویلي، چې د معاملاتو د لارښوونو له دفترونو د څار پرمهال یې د معاملاتو لارښوونو ۶۹ دفترونه د غیر قانوني فعالیتونو له امله تړلي دي.

په خبرپاڼه کې د یادو دفترونو د غیر قانوني فعالیتونو په اړه نور جزییات نه دي ورکول شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو د عدلیې وزارت د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو ریاست د څار ډلې ویلي وو، چې په کابل ښار کې یې ۷ خیریه بنسټونه او یوه اتحادیه د ناقانونه فعالیت له امله تړلې دي.

نور خبرونه

رادیو