ازادۍ جبهه: تېره شپه مو کابل کې د توغندي په برید کې درې طالبان وژلي او دوه ټپیان شوي

پرون

ازادۍ جبهې ادعا کړې چې تېره شپه د (غبرګولي ۹مه) یې د کابل ښار اوومې حوزې اړوند شهدای صالحین سیمه کې د طالبانو پر یوې پوستې د توغندي برید کړی دی.

یادې جبهې ادعا کړې، چې په برید کې یې درې طالبان وژلي او دوه نور ټپیان شوي.

طالبانو بیا د دغه مخالفې وسله والې ډلې د دې ادعا په تړاو لا تر اوسه څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو