د پښتونخوا حکومت د ښوونځیو تنظیم ادارې د تازه پرېکړې له مخې، هغه ښوونکي به له شپږ میاشتې زندان او پنځوس زره پاکستانۍ کلدارو له نغدي جریمې سره مخ شي، چې زده کوونکو ته فزیکي سزا ورکړي.
یادې ادارې په یوه خپاره شوي لیک کې ویلي، دا اقدام یې وروسته له هغه کړی، چې یو شمېر کسان ورته د زده کوونکو سره د ښوونکو له لوري د شوي تاوتریخوالي شکایتونه شریک کړل. له ماشومانو سره هر ډول زور زیاتی او ناوړه چلند د پښتونخوا ایالتي حکومت د «۲۰۱۰ او ۲۰۱۸کلونو» د ماشومانو اړوند قوانینو په رڼا کې سرغړونه بلل شوې ده.
دا پرېکړه وروسته له هغې رسنیزه کېږي، چې تېره ورځ د همدې ایالت د خېبر ولسوالۍ په جمرود سیمه کې یوه ښوونکي خپل زده کوونکی په وهلو ډبولو وواژه.
دغه لس کلن ماشوم اتحاد نومیدو او دغې پېښې پراخ ولسی غبرګونونه هم راپارولي دي.