د روسیې د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا افغانستان ته د ناټو د بېرته راستنېدو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی.
سرګي لاوروف ویلي، چې ناټو یو ځل بیا له افغانستان څخه د «شرمناک وتلو» څخه څلور کاله وروسته دغه هېواد ته د ننوتلو لپاره نوې لاره لټوي.
هغه د روسیې په پرم ښار کې د «یورېشیایی کنفرانس» کې په دې اړه خبرې وکړې خو دا یې و نه ویل، چې ناټو او امریکا به څنګه بیا افغانستان ته ځي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته د لوېدیځ د بېرته راستنېدو په اړه خبرداری ورکوي.
هغه تر دې وړاندې له لوېدیځو هېوادونو سره پر طالبانو «مشکوک تعامل» باندې نیوکه کړې وه او د دې هېوادونو د «پټو ارادو» په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې وه.
لاوروف پرته له دې چې نور جزیات ورکړي، د ناټو د پوځي اډو د بېرته راستنېدو هر ډول هڅه غندلې وه.
هغه وویل، چې د ناټو د پوځي تاسیساتو بېرته راستنېدل د منلو وړ نه دي او د «نوي وخت بم» د جوړولو په څېر دي.
لاوروف ټینګار وکړ: «موږ د لوېدیځ له خوا د افغانستان صحنې ته د بېرته راستنېدو لپاره فعالې هڅې ګورو، هغه صحنه چې دوی د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته پریښوده. موږ د لوېدیځو هېوادونو د عادلانه او شفاف شتون سره کومه ستونزه نه لرو، مګر هر ډول پټه اجنډا یا نظامي کول د منلو وړ نه دي.»
روسیه دا څرګندونې په داسيحال کې کوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دوامدار ډول د بګرام هوایی اډې بېرته ترلاسه کولو کې خپله علاقه څرګنده کړې او ادعا یې کړې، چې چین د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته دا اډه نیولې ده.
ټرمپ له بګرام څخه د بایډن ادارې د وتلو په اړه په کلکه نیوکه کړې او په وار-وار یې ویلي، چې امریکا باید دا اډه وساتي ځکه چې د هغه په اند، بګرام د چین د اټومي برېښنا فابریکې څخه یو ساعت لرې ده.
طالبانو په دوامداره توګه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون رد کړی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته په ځواب کې ویلي، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون د دې ډلې د واکمنۍ لاندې ممکن نه دی.
مسکو سره له دې چې افغانستان ته د ناټو د راستنېدو په اړه اندېښنه لري، خو له بلې خوا یې له طالبانو سره نږدې اړیکې ساتلي دي.
روسیې طالبان د ترهګریزو ډلو له نوملړ څخه تعلیق کړي او د روسیې د لوړپوړو چارواکو په ګډون د دې هېواد د ملي امنیت شورا مشر کابل ته سفر کړی دی.
ولادیمیر پوتین د ۱۴۰۳ کال په لېندۍ میاشت کې وویل، چې په افغانستان کې وضعیت ثبات مومي.
هغه وویل: «موږ له اوسنيو افغان چارواکو سره دوه اړخیزې اړیکې ټینګې کړې دي او دا اړیکې به نورې هم پراختیا ومومي.»
خو ځینو افغان سیاسي شخصیتونو افغانستان ته د امریکا د بېرته راستنېدو په احتمال تبصره کړې ده.
په دې وروستیو کې د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په یوه مقاله کې لیکلي وه، چې مسکو او واشنګټن د یوې «معاملې» په لټه کې دي، چې له مخې به یې امریکا اوکراین روسیې ته وسپاري او په بدل کې به روسیه په افغانستان کې بګرام او امریکایي وسلې امریکا ته وسپاري.
دا اټکلونه وروسته له هغه زیات شول، چې د ادم بوهلر او زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکا لوړ پوړي پلاوي کابل ته سفر وکړ.
طالبانو له امریکايي پلاوي څخه وغوښتل، چې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت دې ډلې ته وسپاري.
ځینو سرچینو ادعا کړې، چې د امریکايي یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو ترڅنک امریکايي پلاوي له طالبانو څخه د امریکايي وسلو د بېرته ترلاسه کولو او ځینو نورو امنیتي او سیاسي مسلو په اړه هم بحث کړی.