د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، چې یو ۳۳ کلن افغان د کډوالۍ په اسنادو کې درغلي کړې او ځان یې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو یو کارکوونکی معرفي کړی و.
وايي، دغه افغان په دروغ ویلو تورن او د حقاني شبکې د غړي په توګه پیژندل شوی دی.
د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، د څارنوالانو اسناد ښيي، چې د هغه د ګوتو نښې په هغو اسنادو کې موندل شوې، چې په ۲۰۱۱ کال کې په افغانستان کې د یوه ترهګریز برید د پلان جوړولو په اړه وو.
په راپور کې راغلي،د امریکا استخباراتي ایجنټان له پیل څخه د دغه افغان وګړي د ترهګریزو اړیکو او د هغه د جعلي ویزې له ادعاوو څخه خبر وو، خو هغه ته یې موقع ورکړه، چې متحده ایالاتو ته ننوځي ترڅو د هغه په وړاندې قضیه ثبت کړي.
ډیلي مېل زیاتوي، دلبر ګل دلبر، تېر کال له خپلې مېرمنې او پنځو کوچنیو ماشومانو سره د کډوالۍ په ځانګړې ویزې (SIV) امریکا ته راغلی و، او په روانه میاشت کې د امریکا د ویزې غوښتنلیک په بهیر کې د درغلۍ په تور ونیول شو.
د کډوالۍ ځانګړې ویزې ( SIV ) د هغو افغان او عراقي ژباړونکو لپاره دي، چې د امریکایي سرتېرو او ډیپلوماتانو سره یې په یادو هېوادونو کې مرسته کړې ده.
دلبرګل، په ۲۰۲۱ کال کې له خپلې مېرمنې او پنځو ماشومانو سره د ویزې ترلاسه کولو لپاره د جعلي اسنادو د برابرولو په تور په نیویارک کې نیول شوی و.
د امریکا یوه قاضي کولن ډي هالنډ، دلبر ګل د هغه د احتمالي تېښتې د خطر له امله په توقیف کې ساتلی او پر هغه تور دی، چې د ۲۰۲۱ کال په غوښتنلیک کې یې له یوه امریکایي شرکت څخه د کارکولو جعلي لیک وړاندې کړې و.
ډیلي میل ورځپاڼې په خپل راپور کې ویلي،چې څارنوالانو په دې اوونۍ کې څرګنده کړه چې دا «د ویزې درغلۍ معمول قضیه نه وه.»
د هغه په ۱۱مخیزه قضیه کې راغلي: «مدعي نه یوازې د ویزې لپاره وړ نه و ځکه، چې هغه د کار جعلي اسناد چمتو کړي وو، بلکې له حقاني شبکې سره د هغه د تړاو له امله هم تورن و.»
د پنټاګون لهخوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې، هغه په افغانستان کې د ترهګریزو دسیسو سره تړاو درلود.
د امریکا د عدلیې وزارت د نورو معلوماتو لپاره قضیه بیاکتنه کوي.
دا لا تر اوسه روښانه نه ده، چې دلبر ګل د حقاني شبکې په پلانونو کې په کومه کچه یا په کوم ډول برخه اخیستې وه.