صالح: امریکا طالبانو ته څلور ډوله پټې مرستي ورکوي

پرون

د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، دا مهال امریکا طالبانو ته لږ تر لږه څلور ډول پټې مرستې ورکوي. د هغه په وینا، د بانک نوټونو چاپ، اونیزې نغدې مرستې، د پاسپورټونو چاپ، او د نړیوال بانک د پروژو بیا پیل هغه موارد دي چې امریکا یې طالبانو حکومت ته ورکوي.

امرالله صالح د جمعې په ورځ پر خپلې اېکسپاڼه لیکلي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان مرکزي بانک په تېرو درېیو کلونو کې د زړو بانک نوټونو پر ځای « د جزیاتو ورکولو پرته په مبهم ډول» نوي چاپ شوي پیسې بازار ته وړاندې کړي دي.

ښاغلی صالح په دې باور دی، چې امریکا په تېرو څلورو کلونو کې د نویو بانک نوټونو د چاپ لپاره د طالبانو سره همکاري کړې ده.

د ۱۴۰۲ کال په وري میاشت کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک یوه چارواکي ویلي، چې په تېر یوه کال کې یې ۳ مېلیارده ۱۴۰ مېلیونه او ۸۰۰ زره افغانۍ نوې بانک نوټونه چاپ شوي دي. د افغانستان بانک د پولي سیاست مشر احمد جواد سداد د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، چې له دغو پیسو څخه شاوخوا یو میلیارد او سل مېلیونه افغانۍ وېشل شوي او په بازار کې ګرځي.

امرالله صالح ویلي:«هغه څه چې په دوحه کې د سولې پروسې په دورغجن نوم پیل شول، دا په حقیقت کې د طالبانو پټ او له مکر او فریب ډکه استخدامونه و، چې د ناټو د ناڅرګندو ګټو لپاره ترسه شول.»

ښاغلی صالح زیاتوي چې د دوحې تړون:«د یو ملت ـ دولت په توګه د افغانستان د وقار او ویاړ د پاشل کېدو سرچینه وه.»

د نوموړي په خبره د دې تړون موخه له مدرسو څخه د ارزانه کسانو جذول دي چې «ملي ضد موخو او نورو نامعلومو موخو لپاره تر کار واخیستل شي.»

ښاغلي صالح مخکې ادعا کړې وه، چې امریکا د اشرف غني د حکومت پرمهال چاپ شوي ۲۵۰ میلیارده افغانۍ طالبانو ته ورکړې دي.

د نوموړي په خبره دغه نوي چاپ شوي بانک نوټونه په ۲۰۲۱ کال کې په پولنډ کې چاپ شوي وو او اوس امریکا «په پټه د طالبانو حساب ته لږیدولي دي.»

نور خبرونه

رادیو