هغه سندونو چې افغانستان انټرنشنل پښتو ترلاسه کړي ښیي، چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ۸ متخصصین له دندو ګوښه کړي دي.
د طالبانو په ادارو کې روان تنقیص د دې ډلې د مشر ملاهبت الله د ۲۰ سلنې د تنقیص د حکم پر اساس ترسره کیږي.
دغه ترلاسه شوي اسناد ښیي، چې د یاد وزارت په مکتوب کې د اته متخصصینو نوملړ هم شته چې قراردادونه یې نور نه تمدید کیږي.
ځیني ګوښه شوي متخصصین وايي چې له وړاندې دوی ته د ګوښه کېدو په تړاو څه نه و ویل شوي.
دوی همدراز زیاتوي چې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په مکتوبي ډول د یاد وزارت د پالیسۍ او انکشاف معینیت او د پالیسۍ عمومي ریاست څخه غوښتنه کړې وه، چې متخصصینو ته اړتیا ده او باید له دندو ګوښه نه شي، خو بیا هم دوی د خپل وزیر له امر څخه سرغړونه کړې او دا اته متخصصین یې په خپل سر له دندو ګوښه کړي دي.
په دغه مکتوب کې ښکاري، چې د دوی قرارداد په روان ۱۴۰۴ مالي کال کې ختم شوی دی.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په یو بل مکتوب کې لیکل شوي، چې د دې وزارت قراردادي کارمندانو کار د ۱۴۰۳ کال ترپایه ختم شوی دی او بیا ورسره قرارداد نه کېږي.
د طالبانو د عامې روغتیا د وزارت څخه ترلاسه شوي معلومات ښيي، چې د قراردادي کارمندانو شمېر ۱۷ سوه شاوخوا و، چې د تنقیص په روانه لړۍ کې دا شمېر ۱۰۰۰ ته راکښته شوی دی.
د طالبانو د عامې روغتیا د اسنادو له مخې د تنقیص له امله ددې وزارت په ملي تخنیکي سهمیه کې تغییر راغلی دی.
د غويي په ۳مه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ادارو کې د کارکوونکو تنقیص تایید کړ او دا یې یوه طبیعي پروسه وبلله. هغه زیاته کړه، چې د ادارو د لا ښه فعالیت لپاره، ځینې ادارې ممکن اړې شي چې خپل کارکوونکي کم کړي.
دا څرګندونې وروسته له هغې وې، چې افغانستان انټرنشنل د طالبانو د ځینو ادارو په جوړښت کې د کارکوونکو د تنقیص پرله پسې اسناد خپاره کړل.
په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو اړوند وسله والو غږونه لاس په لاس کېږي چې د تنقیص په دغه بهیر کې له دندو اېستل شوي، ډېر ناراضه دي او نیوکه کوي، چې قرباني هم ساتونکي ورکوي او بېرته له دندو هم ساتونکي زیات تنقیص کېږي.
د طالبانو مشر ملا هبت الله دا تصمیم په داسې حال کې نیولی چې د افغانستان لپاره د امریکا مرستې بندې شوې او د معاشونو د ځنډ او خنډ له امله د دولتي کارکوونکو پرلهپسې شکایتونه راپورته شوي دي.