د جرمني په کولن ښار کې د پښتو ژبې نړیواله ورځ ونمانځل شوه

۲ ورځې مخکې

تېره ورځ د جرمني په کولن ښار کې د یو شمیر پښتنو فعالینو او لیکوالانو له خوا د پښتو ژبې نړیواله ورځ ونمانځل شوه.

د غونډې کډونوالو په خپله وینا کې وویل چې پښتو ژبې د پرمختک لپاره دې دا ژبه باید علمي،هنري، اقتصادي او سیاسي ژبه شي.

د تېرې جمعې په ورځ د پښتو ژبې نړیواله ورځ جرمني کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په نوښت جوړه شوه، چې پکې لسګونو لیکوالانو، شاعرانو، ادبیانو، پوهانو او د پښتو ژبې مینوالو کډون کړی و.

د جرمني پښتون ژغورنې غورځنګ مشر میوند یوسفي په خپله وینا کې وویل، چې پښتو ژبه یوازې د ورځینو خبرو وسیله نه ده بلکې د ارزښتونو ژبه ده او د هویت استازیتوب کوي.

د غونډې نورو ویناوالو د پښتو ژبې پر حال، تاریخي ارزښت او پر وړاندې یې شته ننګونو باندې بحثونه او ویناګانې وکړې.

ګډونوالو ټينګار وکړ، چې که څه هم دا ورځ د طالبانو د بیا واکمنېدو له امله په افغانستان کې رسمي نه نمانځل کېږي، خو د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مېشت پښتانه باید دا فرهنګي مسوولیت له پامه ونه غورځوي.

د غونډې په پای کې د ویناو ترڅنګ مشاعره او د موسیقي هم ترسره شوه.

د غبرګولي ۸مه (د مې ۲۹مه) د پښتو ژبې نړیواله ورځ ده. دغه ورځ له ۲۰۱۰ کال راهیسې، هر کال د غبرګولي پر اتمه نمانځل کېږي.

د پښتو نړیوالې ورځې نوښت په کابل کې د یوه نړیوال فرهنګي کنفرانس پر مهال شو، چې وروسته د لیکوالانو، ژبپوهانو او فرهنګي فعالانو له ملاتړ سره یې نړیوال اعتبار وموند.

نور خبرونه

رادیو