د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال عتیق عزیزي وايی، چې د دې ډلې د مشر ملاهبت الله له خوا مشاعرو لپاره ځانګړې کړنلاره جوړه شوې ده.
دا کړنلاره له هغه وروسته جوړېږي چې په نارنج ګل مشاعره کې یو شمېر شاعرانو د طالبانو پر مشر ملا هبت الله نیوکې کړې وې.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د راپور له مخې ،ددې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال عتیقالله عزیزي کندهار کې د انارګل کلنۍ عنعنوي مشاعرې پر مهال د ځینو رسنیو هغه راپورونه رد کړي، چې ګواکې په هېواد کې د مشاعرو پروګرامونه درول شوي دي.
عزیزي وویل د هغې کړنلارې پر بنسټ چې د ملا هبت الله لهخوا د مشاعرو لپاره جوړه شوې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مکلف دی تر څو د کال په پای کې د ټولو شاعرانو اشعار وارزوي او د هغوی ستاینه وکړي.
ښاغلي عزیزي زیاته کړه، چې طالبان پر شعر او ادب د بندیز اراده نه لري، بلکې هڅه کوي چې د ادیبانو، شاعرانو او مشاعرو د لا ښه انسجام لپاره کار وکړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې سرچينو د جمعه په ورځ (د غبرګولې ۹مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې سږ کال په کندهار کې انارګل کلنۍ مشاعره تر سخت سانسور او کنټرول لاندې د طالب چارواکو په حضور او ستاینه کې تر سره شوه.
سرچينې وايي، سږ کال د انارګل مشاعرې پر ګډونوالو نه یوازې د ویډیو اخیستلو، بلکې د موبایل استعمال هم بند وو.
سرچینه زیاتوي: «د عکس اخیستلو اجازه هېچا ته نه وه او د غونډې د ثبت او نشر کولو هر ډول هڅه له وړاندې منع شوې وه.»
په مشاعره کې یوازې ټاکل شویو دولتي مسوولینو او د طالبانو له لوري تایید شوي کسانو د وینا اجازه لرله.
مطیعالله تراب، چې د افغانستان په کچه یو ملي او انتقادي شاعر ګڼل کېږي، سږ کال مشاعرې ته نه و بلل شوی.
د هغه له خوا په ننګرهار کې د نارنج ګل مشاعرې پر مهال ویل شوی شعر، چې پکې یې د شعر په ژبه پر هبت الله نيوکې کړې وې د طالبانو له جدي غبرګون سره مخ شو.
په نارنج ګل مشاعره کې د شاعرانو له خوا انتقادي شعرونو ویلو وروسته د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په شفاهي امر په ټول افغانستان کې مشاعرې ترسره کېدل تر امرثاني پورې وځنډولې او د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رییس یې له دندې ګوښه کړ.