د طالبانو د لوګر د پوهنې ریاست وايي، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق «یونیسف» له دوی سره د شاوخوا ۷۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د تدریسي توکو مرسته کړې ده.
د دوی په وینا، دغه مرستې د ښوونځیو لپاره تدریسي کڅوړې دي، چې موخه یې د زدهکړې د کیفیت لوړول او ښوونکو ته اسانتیاوې برابرول دي.
دوی همدراز زیاتوي چې له دې مرستې سره به د ښوونکو لپاره د تدریس کیفیت لوړ کړي.
د طالبانو د لوګر د پوهنې ریاست د شنبې ورځ (د غبرګولي ۱۰مه) پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي دي، چې په دې مرستو کې ۷۹۷ تدریسي کڅوړې شاملي دي، چې هره کڅوړه یو لاسي بیک او ۲۶ قلمه اړین تدریسي وسایل لري.
ټاکل شوې چې دا کڅوړې به ډېر ژر د ۲۷۷ ښوونځیو ښوونکو باندې د صنفي اصولو له مخې ووېشل شي.
د طالبانو د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې دا مرسته به د ښوونکو د درسي چمتوالي په پیاوړتیا، د ښوونیز کیفیت لوړلو او د زده کوونکو د لا ښې روزنې لپاره مثبت اغېز ولري.