طالبانو په لومړي ځل په هرات کې د بادي برېښنا د تولید پروژه پرانېستله

۲ ورځې مخکې

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د برېښنا شرکت وایي، چې په لومړي ځل یې هرات کې د بادي برېښنا پروژې لومړی فار پرانېست.

پر همدغه مهال د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، وارداتې برېښنا افغانستان ته په ډېر لوړ قیمت تمامیږي او په اوږد مهال کې دا چاره ډاډمنه او ګټوره نه ده.

ملا عبدلغني برادر د شنبې په ورځ «د غبرګولي۱۰مه) په هرات کې د ۲۰۰ مېګاواټه بادي برېښنا پروژې د لومړي فاز د پرانیستنې پرمهال وویل، چې وارداتې برېښنا افغانستان ته په له لوړ قیمت تمامیږي.

نوموړي ویلي:« افغانستان له کلونو راهیسې پر وارداتي برېښنا تکیه کوي، چې په مقابل کې یې په زیاته اندازه پیسې ورکوي، له یوه اړخه دا برېښنا په لوړ قیمت تمامیږي او له بل اړخه په اوږد مهال کې دا چاره ډاډمنه او ګټوره نه ده.»

پر همدغه مهال د برېښنا شرکت اجرایيوي رییس عبدالباري عمر وايي، دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د بادي برېښنا د تولید پروژه پرانېستل کیږي او افغانستان کې ورځې تر بلې د برېښنا تولید مخ په ډېرېدو دی.

هغه وایي: « موږ ته د لسیزو راهیسي د برېښنا انرژۍ د تولید په برخه کې یوازې ۲۵۰ مېګاواټه ظرفیت راپاتې و، خو اوس د پراختیا د نوې روحیې سره، کابو هره اونۍ د برېښنا انرژۍ د پراختیایي پروژو شاهدان یوو. دا دی نن مو د ۲۰۰ مېګاواټه بادي برېښنا لومړی فاز ۴۳،۲ مېګاواټه او د ۵ مېګاواټه لمریزې برېښنا تولید پروژې عملي چاري پیلووو.»

په هرات کې د بادي برېښنا پروژې د پرانیستني پر مهال د ۷۷ ترکي شرکت رییس سلیمان جېلیو ویلي:« موږ ژمن یو، چې د هرات د بادي برېښنا پروژې عملي چاري په لوړ معیار بشپړې کړو، څو د دې سیمي د برېښنا اړتیا پوره شي.»

طالبانو د بادي برېښنا د تولید دغه پروژه ډېره ګټوره بللي ده، خو د پروژې لګښت په اړه یې څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو