د کابل پوهنتون زده‌کړیال: طالبان مو په زور د غزې په ملاتړ لاریونونو ته بیایي

۵ ورځې مخکې

کابل پوهنتون کې په زده‌کړو بوخت یو زده‌کړیال وایي، طالبان لیلیې ته ورغلي او هڅه کوي، چې زده کړیالان په زور د غزې په ملاتړ نن جمعه د (غبرګولي ۹مه) ترسره کیدونکو لاریونونو ته بوځي.

یاد زده‌کړیال د طالبانو د احتمالي ګواښونو له کبله امله د نوم نه ښودو په شرط افغانستان انټرنشنل ته وویل: «طالبان راغلل، موږ ته یې وویل چې باید جبراً د اسراییل پر ضد مظاهرو ته ولاړ شو. د لیلیې خوړنځای یې هم مخکې له مخکې بند کړ.»

د هغه په خبره، طالبانو زده‌کړیالانو ته ویلي، چې د لوړو زده‌ کړو وزارت مخې او د شېرشاه سوري جومات ته څېرمه دې راټول شي.

یاد زده‌کړیال د طالبانو له‌خوا د غزې جګړه ځپلو د ملاتړ پر لاریون نیوکې وکړې او زیاته یې کړه: «د افغانستان وضعیت له فلسطین نه هم خراب دی، د هېواد نیم نفوس یعنې ښځې اوس له ژوند نه تنګې شوې او ژوند ورته دوزخ جوړ شوی.»

د هغه په وینا، طالبان داسې مهال زده‌کړیالان د اسراییل پر ضد لاریونونو ته مجبوروي، چې ۲۰سلنه ازموینې یې هم روانې دي.

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت پرون چهار شنبه د (غبرګولي ۸مه) په یوې خبرپاڼه کې له خلکو وغوښتل چې د فلسطین په ملاتړ سرتاسري لاریونونه او ختمونه وکړي.

له تېرو دوه کلونو راهیسې د غزې جګړه پیل شوې، چې په کې د ماشومانو او ښځو په ګډون له پنځوس زره زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې همدې طالبانو تر دې مخکې د ښځو د تعلیم او کار د حقونو لپاره د ترسره شویو لاریونونو پر مهال له سخت زور او تاوتریخوالي څخه کار اخیستی دی.

نور خبرونه

رادیو