کرزی: که غواړو ټول افغانان په هېواد کې پاتې شي باید له نړۍ سره ښې اړیکې وساتو

۵ ورځې مخکې

پخواني ولسمشر حامد کرزي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ښځو او نجونو د زده‌کړو په اړه خپلې څرګندونې کړې دي.

کرزي د روسیې له RTVI سره په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې د طالبانو په ډله کې «ډېر کسان» دا مني چې د ښځو حقونه او د نجونو تعلیم د نړیوال مشروعیت لپاره ډېر مهم دي.

پخوانی ولسمشر کرزی وایي، « موږ غواړو چې زموږ نجونې مکتب ته ولاړې شي. موږ غواړو په افغانستان کې ښوونځي او پوهنتونونه وي. موږ غواړو زموږ نجونې پوره ګډون ولري. که غواړو ټول افغانان په هېواد کې پاتې شي، باید د ښه راتلونکي هیله ولرو او له نړۍ سره ښې اړیکې وساتو».

نوموړي ټینګار کړی، چې دا چاره د طالبانو د اوسني حکومت تر واک لاندې هم ممکنه ده.

ده وویل، « دا یوه ډېره جدي ستونزه ده، هم د نړیوالو له خوا د مشروعیت لپاره او هم د افغان ولس د هوساینې لپاره. د طالبانو په ډله کې ډېر یې دا خبره مني. زه هیله‌من یم چې په دې برخه کې پرمختګ وشي».

خو حقیقت دا دی چې طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې پر ښځو سخت محدودیتونه لګولي دي. یوازې د ۲۰۲۳ کال د جون او جولای په میاشتو کې، نژدې ۴،۵۰۰ افغان ښځې د ښوونې او روزنې له برخې ایستل شوې. د ښځو ښکلا سالونونه جبري وتړل شول او د ۲۰۲۱–۲۰۲۳ کلونو ترمنځ له ۸۰ سلنې ډېرې ښځینه خبریالانې له کاره پاتې شوې.

د یونسکو د ۲۰۲۴ کال د اوړي د راپور له مخې، له ۱،۴ میلیونه ډېرې نجونې له شپږم ټولګي وروسته له تعلیم څخه محرومې شوې دي. همداراز ۱،۱ میلیون نور ماشومان (نجونې او هلکان) هم له لومړنیو زده‌کړو بې برخې شوي دي.

ښاغلی کرزی د طالبانو د راتګ د شپې په اړه وايي، د طالبانو په ناڅاپي راتګ او د حکومت پر سقوط اندېښمن و او له همدې امله یې خلک احتیاط ته را وبلل. هغه زیاتوي، « زه ودرېدم، د افغانستان ملت ته مې غږ وکړ، هغوی مې احتیاط ته راوبلل. ما طالبانو ته وویل چې خلک وساتي، د حکومت له پاتې چارواکو سره مرسته وکړي، څو ولسي وګړي خوندي شي».

کرزی وايي، « زه له خپل کوره ووتلم او د ډاکټر عبدالله عبدالله په کور کې وم. هغوی هلته راغلل چې له موږ سره وویني. بیا زه بېرته خپل پخواني کور ته لاړم. لس ورځې وروسته بیا راغلل چې له ما سره وویني. له هغه وخته زه د دوی د کورنیو چارو وزارت، بهرنیو چارو وزارت او نورو سره په دوامدار تماس کې یم».

امریکا د افغانستان او روسیې پر اړیکو کار نه درلود

حامد کرزی وايي، چې کله ولسمشر شو، تصمیم یې ونیوه، چې روسیه باید د افغانستان تر ټولو مهم شریک وي او مسکو هم مثبت غبرګون وښود او دا اړیکې یې ومنلې.

د کرزي په باور، له همدې امله افغانستان لومړنی هېواد و چې د کریمیا الحاق‌ یې ومانه او دا کار د تاریخي مطالعې له مخې شوی.

پخوانی ولسمشر کرزی په دې مرکه کې وايي، چې روسیې د امریکا پوځي حضور په افغانستان کې دښمنانه نه باله، بلکې د همکارۍ یوه موقع یې ګڼله او امریکایانو هم دا درک درلود.

هغه زیاتوي، چې ولسمشر پوتین او نورو روسي مشرانود حکومت پرمهال ورته ویل، چې باید د امریکا د پوځي عملیاتو او شپنیو عملیاتو پر وړاندې زغم وکړي او دا چې د امریکا حضور په پای کې د افغانستان د ولس په ګټه دی.

کرزی وايي، متحده ایالاتو هیڅ وخت دده له حکومت نه غوښتنه نه ده کړې، چې ووایي: «ولې؟ ولې له روسیې سره همکاري کوې؟ ولې پولیس د روزنې لپاره روسیې ته استوې؟ ولې محصلین هلته لېږې؟ او ولې کریمیا پېژنې؟» کرزی زیاتوي، « داسې هېڅ نه وو. نو امریکایانو هم ډېر باوقاره چلند وکړ، کله چې د افغانستان د ګټو او اړیکو خبره وه».

پخوانی ولسمشر زیاتوي، امریکایانو، تر هغه چې په افغانستان کې وو، تېروتنې وکړې، ډېرې جدي تېروتنې، خو هغوی په افغانستان کې ډېره زیاته پانګونه وکړه. نوموړی وايي، « اوس په ټول هېواد کې، ان کلیو او لرې سیمو کې، پاخه سړکونه شته. لسګونه زره کیلومتره سړکونه جوړ شول.هغوی د عامه زده‌کړو پراخ کمپاین پیل کړ، همغه څه چې روسیې هم یو وخت وکړل، کله‌یې چې موږ ته بورسونه راکول. نو له ټولو تېروتنو سره سره چې هغوی وکړې، امریکایانو د افغانستان په اقتصادي هوساینې، زیربناوو او نورو برخو کې یو ستر رول ولوباوه».

چین، روسیې، هند او ایران د لویدیځ تشه ډکه نه کړای شوای

کرزی وايي، کله چې امریکایان ووتل او طالبان واک ته ورسېدل، له چین، روسیې، هند او ایران څخه ډېرې تمې کېدې، چې دوی سره راټول شي او هغه خلا ډکه کړي چې د لویدیځ له وتلو وروسته پیدا شوې، خو داسې ونه شول، ځکه په سیمه کې د افغانستان په اړه ګډ پلان نه و.

کرزی وايي، وروسته چې کومې مرستې په افغانستان کې خلکو ته رسېدې، د امریکا له وتلو وروسته هم له واشنګټن نه راتلې او دی ترې منندوی دی.

کرزي په دې مرکه کې طالبانو ته د وروڼو خطاب کولو په اړه ویلي، چې دی پوهېده سم کار کوي، ځکه هغوی هم افغانان دي، خو اوس چې واک ته رسېدلي، دی د طالبانو د مخالفانو په اړه هم ورته نظر لري.

هغه زیاتوي، « ما لا هم د ولسمشرۍ پر مهال طالبان ورونه بلل. خلکو پرما نیوکې کولې، خو زه پوهېدم چې زه سم کار کوم. ځکه هغوی هم افغانان دي.اوس، چې هغوی واک ته رسېدلي، زه دا خبره په خپلو ټولو لیدنو کې له هغوی سره ډېره واضح کوم. وایم، چې د جمهوري نظام پر مهال مې تاسې ورونه بللئ، نو نن چې تاسې په واک کې یاست، زه هغو ټولو افغانانو ته چې د کوم دلیل له مخې له تاسې خوښ نه دي، له هېواده وتلي دي، یا داسې احساس کوي چې اوسني نظام کې یې هېڅ استازیتوب نه شته، دا وایم چې هغوی هم زموږ ورونه دي او ورونه باید سره یو ځای وي».

نظربند نه یم

کرزی وايي، چې دی بېرته سیاست ته د راتګ نیت نه لري او د افغانانو نوی نسل باید وړاندې راشي.

کرزی د طالبانو د حکومت په اړه وايي، چې پخوانۍ حکومتي ادارې پرځای پاتې دي، همغه قوانین پلي کېږي او پرېکړې د همدغو قوانینو پر بنسټ کېږي.

هغه وايي، « زه ډېر کم بهر وځم. د دې مرکې نه وړاندې زه د یوې لیدنې لپاره بهر وتلی وم. خو عموماً دلته یم، په خپل کور کې، په کابل کې.زه په نظربندۍ کې نه یم، وتلی او بېرته راتللای شم. کله کله زما بهرنۍ سفرونه ځنډېږي، چې طالبان پرې پرېکړه وکړي. دا یو څه وخت نیسي، خو په پای کې هر څه سم روان وي».

نور خبرونه

رادیو