مجاهد: عباس ستانکزی له هېواده بهر دی، خو د راستنېدو په صورت کې ښايي خپلې دندې ته وروګرځي

۲۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزی لا هم هېواد ته نه دې راستون شوی. مجاهد له افغانستان نه د ستانکزي د بیرون پاتې کېدو لامل په اړه څه نه دd ویلي، خو وايي، د بېرته راتګ په صورت کې ښايي خپل دندې ته ور وګرځي.

ذبیح الله مجاهد وايي، عباس ستانکزی په افغانستان کې نشته، خو که هر وخت بېرته افغانستان ته راورګرخي، ښايي پر خپل دنده پاتې شي او یا به یې په اړه بل تصمیم ونیول شي.

مجاهد وايي:«دمګړی هغه په افغانستان کې نشته، خو هر وخت چې راشي انشا الله پر خپل ځای به پاتې شي او یا به یې په اړه بل تصمیم ونیول شي. د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معاونیت پوسټ پر خپل ځای دی نه دیی لغوه شوی، دا پوسټ د بهرنیو چارو وزارت اړتیاو څخه دی.»

ذبیح الله مجاهد په خپل تازه مرکه کې د طالبانو ترمنځ د مخالفتونو په اړه هم غږېدلی او وايي:« د طالبانو په منځ کې د اطاعت اصل مهم دی، د کورنیو چارو د وزیر په شمول ټول اطاعت کوي، هیڅ مخالفت د طالبانو په منځ کې نشته، خو د لیدلوري تفاوتونه چې د انسانانو په منځ کې طبعي دي، دا په دې مانا نه دي، چې خدای مکړه مخالفت دې شتون ولري.»

مجاهد له افغانستان نه بهر د ډېر وخت لپاره د عباس ستانکزي د پاتې کېدو لاملونه په ډاګه نه کړل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزی له ملا هبت الله اخند سره د مخالفت له امله د تېرو څو میاشتو راهیسې په متحده عربي امارات کې دی.

عباس ستانکزی له هغه وروسته له افغانستان نه بهر ولاړ چې په یوه غونډه کې یې د نجونو د زده کړو د بندیزونو په اړه د طالبانو پر مشر ملا هبت الله نیوکې وکړې.

نور خبرونه

رادیو