د ننګرهار لپاره د طالبانو د ولایت مقام رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې په جلال اباد ښار کې د «۲۱ کیلومتره حلقوي سړک» چارې یې د درې میلیارده افغانیو په ارزښت پیل کړې دي.
پر طالبانو نیوکې کیږي، چې دوی پروژې یوازې د تبلیغاتو لپاره اعلانوي او کار نه پرې کوي.
د (غبرګولي ۸مه) خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سړک د جلال اباد ښار له درونټې سیمې څخه تر ثمرخېلو پورې د کابل سیند پر غاړه تېرېږي.
همدا راز زیاته شوې، چې د دغې پروژې په لومړۍ برخه کې به نږدې څلور کیلومتره سړک چارې بشپړې شي او نورې چارې به یې په راتلونکو پړاوونو کې بشپړې شي.
په جلال اباد کې د طالبانو ښاروالۍ ښاروال بسم الله بلال ویلي، د دغې پروژې لګښت د ښاروالۍ له عوایدو ورکول کېږي او د سړک په مسیر کې به د ټولو قانوني ملکیتونو د استملاک بهیر ته هم پاملرنه کوي.
بلخوا په جلال اباد ښار کې د دغه سړک تر غاړو پراته اوسېدونکي شکایت کوي، چې تر اوسه پورې یې د قانوني ملکیتونو د استملاک په تړاو طالبانو هېڅ ډول اقدامات نه دي کړي.
د معلوماتو له مخې د دغه سړک په نقشه کې زرګونه کورونه د نړیدو له ګواښ سره مخ دي او څو څو ځله ځايي اوسېدونکو د دغه پروژې د تطبیق اړوند د خپلو ملکیتونو د بدیل غوښتنه کړې، خو لا هم قانع کوونکی ځواب نه دی ورکړل شوی.
ټاکل شوې وه، چې د مخکني جمهوري حکومت پر مهال د نړیوال بانک له لوري یاد سړک جوړ شي، خو د ملکیتونو په سر د ولسي شخړو له امله دا چارې ځنډول شوې وې.
طالبانو په تېرو وختونو کې هم په تبلیغاتي توګه د دغه ډول پروژو پرانېسته کړې، خو د وخت په تېریدو سره په ډاګه شوې چې د بنسټ تر ډبرو وروسته یې هېڅ راز عملي چارې نه دي تر سترګو شوي.
طالبان د مخکني جمهوري نظام پر مهال د بیا رغونې پروژو مخالفان هم ګڼل کیدل او په لرې پرتو سیمو کې یې د ټولګټو پروژو پر وړاندې خنډونه جوړول.