قزاقستان له طالبانو سره د درې میلیارده ډالرو سوداګرۍ هوکړه وکړه

پرون

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې قزاقستان غواړي له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه درې میلیارده ډالرو ته لوړه کړي. دا څرګندونې د یاد وزارت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د قزاقستان د ولسمشر قاسم جومارت توقایف سره د لیدنې پر مهال شوې دي.

نورالدین عزیزي د استانه فورم کې د ګډون لپاره قزاقستان ته تللی و او هلته یې له لوړپوړو قزاق چارواکو سره کتلي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، چې د قزاقستان ولسمشر د افغانستان سره د سوداګرۍ د پراخېدو پر اړتیا ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د اسلامي امارت له بیا واک ته رسېدو وروسته، قزاقستان لومړنی هېواد و چې خپلې اړیکې یې ورسره بېرته پرانیستلې.

ولسمشر توقایف همداراز ویلي، چې پلان لري د ملګرو ملتونو یوه ماموریت قزاقستان کې ځای پر ځای کړي، څو د منځنۍ اسیا د هېوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان، وضعیت وڅاري.

د لیدنې پر مهال، وزیر عزیزي د قزاقستان له هغه اقدامه مننه وکړه چې طالبان یې د ترهګرو له فهرسته ویستلي او همداراز د دغه هېواد د ۵۰۰ میلیونه ډالرو پانګونې، بشري مرستو او د تورغونډۍ د اورګاډي پټلۍ په پروژه کې د ملاتړ ستاینه وکړه.

دواړو لوریو هوکړه وکړه چې ډېر ژر به د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته سفر وکړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې لا پیاوړې شي.

نور خبرونه

رادیو