په ننګرهار کې د طالبانو ولایت مقام رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې د دغه ولایت له مرکزي زندان څخه د دغې ډلې د سترې محکمې په امر «۳۱۷» زندانیان خوشې شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان د لوی اختر په مناسبت د بښنې له مخې خوشې شوي دي.
طالبانو دا نه دي ویلي، چې دغه خوشې شوي کسان په کومو جرمونو زندانیان شوي وو.
د معلوماتو له مخې د ننګرهار په زندان کې د مخکني جمهوري نظام دولتي مامورینو تر څنګ یو شمېر امنیتي منسوبین هم زندانیان دي.
نږدې څلور میاشتې وړاندې د دغو زندانیانو له ډلې «۲۰۰» هغو یې اعتراض کړی و، چې طالبانو یې په زندان کې قضیې په ټپه ودرولې او محاکمو ته یې نه دي وړاندې کړي.
همدا راز د طالبانو په زندانونو کې د سختو شکنجو، وژنو او ځورونو پراخ راپورونه هم ترلاسه شوي دي.
په دغو زندانونو کې نه یوازې نارینه بلکې د بشري حقونو او د زده کړو ښځینه فعالانې هم له دغو ځورونو سره مخ شوي او ځینو لا ان ادعا کړې، چې طالبان په دغو زندانانو کې پر مېرمنو جنسي تېري کوي.