د افغانستان د جمهوري نظام د بهرنیو چارو مخکېني وزیر محمدحنیف اتمر، د پښتو ژبې نړۍوالې ورځې په مناسبت، د دې ژبې ویوونکو ته د مبارکۍ ترڅنګ د هغې د تاریخي، فرهنګي او علمي ارزښتونو پر نمانځلو ټينګار کړی دی.
نوموړي د پنجشنبې په وځ (غبرګولي ۸مه) زیاته کړې چې دا ورځ باید یوازې د ژبې د نمانځنې نه، بلکې د ملت د ازادۍ، خپلواکۍ او یووالي د ارزښتونو د یادونې او درناوي ورځ وي. هغه ټینګار کړی چې پښتو ژبه باید د علم، فرهنګ او نوې ټکنالوژۍ په نړۍ کې د ودې او پرمختګ له کاروان سره اوږه پر اوږه روانه وي.
اتمر په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي: «په اوسني عصر کې چې نړۍ په ټکنالوژۍ او مصنوعي زیرکتیا کې له یوه بل تاریخي پرمختګ هرکلی کوي، دا هغه ورځ ده چې باید ډاډ ترلاسه شي چې پښتو ژبه د هېواد د نورو ملي ژبو ترڅنګ د علم او فرهنګ له نړۍوال لوی کاروان سره اوږه پر اوږه مخ پر ودې روانه ده. په دې ورځ باید خپل تاریخي مسوولیتونه د دې موخې د ترلاسهکېدو لپاره په جدي ډول و ارزوو.»
نوموړي یو وار بیا پر طالبانو غږ کړی چې د نجونو پر زدهکړې بندیز دې پای ته ورسوي او د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي، څو د هېواد نجونې له علم او پوهې بېبرخې پاتې نه شي. هغه زیاته کړې چې د پښتو ژبې د ودې او فرهنګي بیدارۍ لپاره د ښځو حضور اړین دی، او هیلهمندي یې ښولې چې د نازو انا، رابعه بلخي، عایشه درانۍ او مخفي بدخشي په څېر د ښځینه ادیبانو دوره یو ځل بیا تکرار شي.
د جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر لیکلي: «په دې ورځ د تل په څېر یو وار بیا پر طالبانو غږ کوم چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزې او پر زدهکړې روان بندیز پای ته ورسوي او د پښتو ژبې ودې او د هېواد پرمختګ ته زمینه برابره کړي ترڅو یو وار بیا د نازو انا، رابعه بلخي، عایشه درانۍ او مخفي بدخشي دوره تکرار شي.»
نن د غبرګولي ۸مه چې د مې میاشتې له ۲۹مې سره سمون لري، د پښتو ژبې نړۍواله ورځ ده. دا ورځ له ۲۰۱۰ کال راهیسې، هر کال پر همدې ورځ نمانځل کېږي، خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دې ورځې نمانځلو ته پاملرنه ډېره کمه شوې ده.