پاکستان او افغانستان په دوحه کې د خبرو پر مهال د سمدستي‌ اوربند پرېکړه وکړه

AP ۱۴۰۴ تله ۲۶

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې پاکستان او افغانستان د خبرو پر مهال پر سمدستي اوربند هوکړه وکړه. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تلپاتې سولې او ثبات لپاره به نور میکانیزمونه هم رامنځته شي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په شپه ناوخته په یوې خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې د قطر دولت او ترکیې جمهوريت په منځګړېتوب د پاکستان او طالبانو ترمنځ د خبرو لومړی پړاو تر سره شو.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «د دغو خبرو اترو پر مهال دواړو خواوو پر یوه سمدستي اوربند هوکړه وکړه او باید داسې میکانېزمونه رامنځته شي چې د دواړو هېوادونو تر منځ تلپاتې سولې او ثبات ته لاره هواره کړي.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دواړو خواو د پرېکړو له مخې د اوربند د تضمین او تطبیق لپاره به تعقيبي ناستې هم تر سره کړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګنده کړې، چې دا مهم ګام به د دواړو ورونو هېوادونو تر منځ د سرحدي ترینګلتیاوو پای ته رسېدو او په سیمه کې د دوامدارې سولې د بنسټ اېښودو سبب شي.

نور خبرونه

رادیو