د طب فارغان وايي چې طالبانو له څو میاشتو راهیسې د طبي شورا ازموینه نه ده اخیستې

AP ۱۴۰۴ تله ۲۶

په افغانستان کې د طب فارغین د خپل مسلکي راتلونکي په اړه اندېښنه لري او وايي، طالبان د طبي شورا د ازموینې په اخیستلو کې پاتې راغلي. دوی وایي، طالبانو له میاشتو راهیسې ازموینه نه ده اخیستې او د طب محصلین له دې ازموینې پرته کار کولی نه شي، چې له همدې امله بې‌برخلیکه پاتې دي.

یو شمېر طبي فارغانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبان د طبي شورا د ازموینې د اخیستلو توان نه لري او دا ازموینه ان د نارینه فارغانو لپاره هم له میاشتو راهیسې نه ده اخیستل شوې.

په تېرو څلورو کلونو کې طالبانو د ښځو پر زده کړه سخت بندیزونه لګولي او په همدې موده کې ښځو ته اجازه نه ده ورکړل شوې، چې د طبي شورا ازموینه ورکړي.

یوې ښځې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو له راستنیدو سره، دوی د ازموینې ورکولو څخه منع شوي او طالبان ان د نارینه فارغینو لپاره هم د دې ازموینې د ترسره کولو توان نه لري.

د ایګزیټ یا د طبي شورا ازموینه هر کال دوه ځله ترسره کېږي، تر څو د طبي فارغانو علمي او مسلکي سطحه وارزول شي.

د طالبانو تر واک لاندې د ملي ازموینو ادارې د روان کال د زمري میاشتې په پای کې اعلان کړی و، چې دا ازموینه به د تلې میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې واخیستل شي.

خو د طب فارغان وایي، که څه هم ټاکل شوې نېټه تېره شوې، خو تر اوسه دا ازموینه نه ده اخیستل شوې.

یوه سرچینه وایي: «د طالبانو د ادارې کارکوونکي بې‌کفایته دي او زموږ د ځوانانو له برخلیک سره لوبې کوي. پرته له ایګزیټ ازموینې موږ نشو کولای چې کار وکړو.»

ځینو فارغانو په ټولنیزو رسنیو کې د دې ازموینې نه‌ اخیستل غندلي او د ازموینې د شفافې نېټې د اعلان غوښتنه یې کړې.

یوه کس په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي: «کم تر کمه دا خو ووایاست چې ایګزیټ ازموینه کله اخیستل کېږي، څو خلک مطمین شي. نه ځواب ورکوئ، نه د چا پوښتنې ته ځواب شته. مسوولین چېرته دي؟»

نور خبرونه

رادیو