تازه خبر

د پاکستان او طالبانو ترمنځ دویم پړاو خبرې په استانبول کې ترسره کېږي

AP ۱۴۰۴ تله ۲۷

د پاکستان د دفاع وزیر له طالبانو سره د اوربند د هوکړې په تایید سره ویلي، چې دویم پړاو خبرې به د اکټوبر په ۲۵مه د ترکيې په استانبول ښار کې ترسره شي. خواجه اصف له قطر او ترکيې څخه د پاکستان او طالبانو ترمنځ د منځګړیتوب لپاره مننه وکړه.

د طالبانو او پاکستان د دفاع وزیرانو یعقوب مجاهد او خواجه اصف د دوحې په لومړي پړاو خبرو کې د دواړو لورو د مذاکره‌کوونکي پلاوي مشري وکړه.
لا تر اوسه معلومه نه ده، چې د استانبول په دویم پړاو خبرو کې به د پاکستان او طالبانو له لوري څوک ګډون کوي.
د ترکیې په استانبول ښار کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ دویم پړاو خبرې په داسې حال کې کېږي، چې ساعت وړاندې د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې وویل، چې پاکستان او افغانستان د خبرو پر مهال پر سمدستي اوربند هوکړه وکړه. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تلپاتې سولې او ثبات لپاره به نور میکانیزمونه هم رامنځته شي.
په خبرپاڼه کې دا هم وویل شول، چې د دواړو خواو د پرېکړو له مخې د اوربند د تضمین او تطبیق لپاره به تعقيبي ناستې هم تر سره شي.

نور خبرونه

رادیو