په جنیوا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، چې د طالبانو په شتون کې په دغه هېواد کې «د هویت یو واحد فکر» نشته. نوموړي زياته کړې: «افغانستان مشروع حکومت نه لري، پر نړۍوال سټېج د غږ څوک نشته او له همدې امله په نړۍواله انزوا کې دی.»
نصير احمد اندېشه د شنبې په ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، چې د مشروع حکومت د نه درلودلو له امله د افغانستان مخکېني ټپونه ورځ تر بلې پراخېږي.
نوموړي له افغانانو غوښتي، چې لاس سره ورکړي او افغنستان د طالبانو له واک څخه خلاص کړي.
د اندېشه په خبره، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان دا مهال د سیمې لپاره د ترهګرو ډلو په یوه ځاله بدله شوې او سیمه یې اندېښمنه کړې ده.
هغه زیاته کړې ده: «جهادي نظامي ډلې له پاکستان څخه راغلي، اوس یې د سیمې هویت تر لاس لاندې نیولی او د بن لادن ځایونه ځای ځای جوړ شوي چې د سیمې لپاره ګواښ دی.»
نوموړی وايي، طالبانو تر لس زره زیاتې مدرسې جوړې کړي او خپله بودیجه یې ورته ځانګړې کړې ده. د هغه په خبره، که دا هر څه ژر کنټرول نه شي، له ځان سره به یې خطر زیات کړي.
نوموړي یو ځل بیا ویلي، چې افغانان د طالبانو اوسنی جوړښت نه غواړي او د سخت دریځو او اصلي طالبانو شمېر کم دی، نو خلک کولای شي په ګډه بدلون راولي.

