علي احمد جلالي: نړۍ د اوس لپاره د طالبانو بدیل نه ویني، خو ماتېدونکي دي

AP ۱۴۰۴ تله ۲۶

په تېر جمهوري نظام کې د کورنیو چارو وزارت پخوانی وزیر علي احمد جلالي وايي، سره له دې چې د نړۍ لومړیتوبونه نور دي، خو د اوس لپاره د طالبانو بدیل نه ویني. د نوموړي په وینا، طالبان سره له دې چې ماتېدونکي دي، خو بیا هم د خپل حاکمیت له دوامه ډاډمن دي.

علي احمد جلالي د شنبې په ورځ (د تلې ۲۶مه) د افغانستان انټرنشنل په «دیدګاه» خپرونه کې وویل، سره له دې چې په افغانستان کې داخلي او اقتصادي ستونزې ډېرې دي او نړۍ یې هم په رسمیت نه پېژني، خو بیا هم ځينې هېوادونه د خپلو ګټو لپاره له دوی سره تعامل او سوداګري لري او په وینا یې اوس د نړۍ لومړیتوبونه نور مسایل دي.

جلالي زیاته کړه: «دنیا [د طالبانو] بدیل نه ویني، طالبان د خپل حاکمیت له دوامه ډاډمن دي، خو ماتېدونکي دي، مګر ورسره جوخت شته بدیلونه یې هم داخلي او نړۍوال مقبولیت نه‌لري.»

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر علي احمد جلالي پر افغانستان د پاکستان یرغل یو ناورین بولي او وايي، پاکستان له ۵۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې د بې ثباتۍ عمده لامل دی.

علي احمد جلالي دې پوښتنې په ځواب کې چې اوسنی وضعیت د افغانستان لپاره ګواښ دی که فرصت وویل، اوس افغان ولس پر طالبانو او پوځ یې اعتبار نه‌لري او په وینا یې: «تر هغې چې اوسنی وضعیت وي، یعنې د ښځو په ګډون ډېر خلک له خپلو حقونو او ونډو بې برخې وي او د نخبه‌ګانو په ګډون خلک له هېواده ووځي او له مډرنیته کېدو، ټکنالوژۍ او معارف سره مخالفت وي، نو په داسې وضعیت کې فرصت نه‌شي رامنځته کېدلی.»

جلالي زیاتوي، مقابل لوری داسې داعیه وړاندې کړې چې د هغو ترهګرو ځالې له‌منځه وړي چې پر پاکستان برید کوي او نړۍ هم دغه مساله تاییدوي، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا منزوي دی او تر هغې چې په افغانستان کې یو بنسټیز تحول او یو قانونمند او مشروع نظام رامنځته نه‌شي، نو اوسنی وضعیت د افغانستان لپاره ګواښ ګڼل کېږي او تر ډېره په‌کې افغان ولس زیانمنېږي.

د نوموړي په باور، له برېتانیا پاکستان ته قوي ادارې، قوي استخبارات او قوي پوځ په میراث پاتې دی، خو قوي ملي احساس نه‌لري، مګر په افغانستان کې بیا قوي ادارې نشته، ولې ملي احساس قوی دی په دې شرط کې چې یو کس یې په سمه توګه مدیریت کړي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې له لسو ورځو راهیسې د پاکستان او افغانستان تر منځ په وقفه يي ډول جګړه روانه ده او په‌کې دواړو لورو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې لا تر اوسه نه دی مشخص شوی.

دواړه لوري د دغې جګړې د درېدو لپاره د قطر په دوحه کې سره جرګه شوي، خو لا تر اوسه یې پایلې نه دي روښانه شوي.

نور خبرونه

رادیو