رویټرز خبري اژانس ویلي، په کينټکي کې افغان کډوال اندېښنه لري، چې که افغانستان ته واستول شي کورنۍ به یې له ګواښ سره مخ شي. د ټرمپ ادارې ویلي چې د جولای په میاشت کې به د افغانانو د لنډ مهاله خوندیتوب پروسه پای ته رسوي.
نږدې څلور کاله وړاندې کله چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووتل افغان پناه غوښتونکی وزير خان ځدران او د هغه کورنۍ کينټکي ته لاړل.
نوموړي رويټرز خبري اژانس ته ویلي که افغانستان ته په زور واستول شي د خپلو ماشومانو، په ځانګړې توګه د نجونو د راتلونکي په اړه اندېښمن دی.
وزیر خان ځدران زياته کړې: «دلته د ماشومانو راتلونکې روښانه ده او کولی شي زده کړې وکړي، که موږ بیا خپل هېواد ته ولاړ شو نو دوی په ځانګړې توګه نجونې ښه راتلونکې نه لري، دوی ښوونځي، پوهنتون او کار کولو ته نشي تللی.»
ځدراڼ یو قومي مشر و، چې شل کاله د مخه یې د حقاني شبکې په وړاندې جګړه وکړه، هغه او کورنۍ یې په ۲۰۲۱ کال کې امریکا ته د تګ لپاره امریکایانو په چورلکو کې د کابل هوايي ډګر ته بوتلل.
د هغه مشره لور زلیخا اوس د راتلونکي کال لپاره د پوهنتون تیاری نیسي؛ خو په امریکا کې د دایمي استوګنې د اسنادو نشتوالی او د ایستلو خطر دا له ویرې سره مخ کړې ده.
د ځدران کورنۍ د پناه غوښتنه ځنډول شوی او اوس مهال دوی تر هغه وخته پاته کېدلی شي، چې د قضیې په اړه یې وروستۍ پرېکړه کيږي.
د ټرمپ ادارې د شاوخوا ۱۴۶۰۰ افغانانو، وینزویلا او نورو هېوادونو د سلګونو زرو وګړو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب د ختمولو پرېکړه کړې ده.
د رويټرز اژانس د معلوماتو له مخي، چې د طالبانو ادارې د ۱۲ کلونو څخه پورته نجونې له ښوونځي او پوهنتون څخه منع کړي او د ښځو پر یوازي سفر یې هم بندیز لګولی
طالبان وايي چې دوی «ښځو ته د اسلامي شریعت له مخيحقونه ورکوي»