نن د غبرګولي ۸مه (د مې ۲۹مه) د پښتو ژبې نړیواله ورځ ده. دغه ورځ له ۲۰۱۰ کال راهیسې، هر کال د غبرګولي پر اتمه نمانځل کېږي، خو په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ددې ورځې نمانځلو ته توجه کمه شوې ده.

د پښتو نړیوالې ورځې نوښت په کابل کې د یوه نړیوال فرهنګي کنفرانس پر مهال شو، چې وروسته د لیکوالانو، ژبپوهانو او فرهنګي فعالانو له ملاتړ سره یې نړیوال اعتبار وموند.

د خپرو شویو شمېرو له مخې، اوس مهال شاوخوا ۸۰ میلیونه کسان په افغانستان، پښتونخوا، هند، کشمیر او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې په پښتو ژبه خبرې کوي.

سره له دې، ژبپوهان ټینګار کوي چې پښتو ژبه لا هم زیات کار ته اړتیا لري، په ځانګړې توګه د علمي، تعلیمي او تخنیکي محتوا په تولید کې دغه اړتیا ورځ تر بلې ډیریږي.

په ایران کې د افغانستان پخواني سفیر، لیکوال او څېړونکي دوکتور عبدالغفور لېوال له افغاستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، چې د پښتو ژبې رسمي پرمختګ له سراج الاخبار، د محمود طرزي له دورې پیلېږي.

هغه وویل: «په رسمي توګه په معارف او ژورنالیزم کې د پښتو ژبې شاملېدل د سراج الاخبار زمانې ته ورګرځي، د مشروطیت له دوران نه او اماني عصر څخه. د علامه محمود طرزي په پاملرنه. د لومړي ځل لپاره هغه سپارښتنه وکړه چې پښتو ته باید پاملرنه وشي. بیا له همغه وخته په سراج الاخبار کې پښتو شعرونه او لیکنو لپاره ځانګړی ځای ورکړل شو. وروسته له هغه نه کله چې په ۱۳۱۰ انجمن ادبي کابل جوړ شو په دې کې د پښتو برخه ځانګړې وه، وروسته له دې نه په کابل مجله او نورو اخبارونو او نشراتو کې پښتو ته پاملرنه وشوه.»

د لېوال په وینا، له دې وروسته بیا د پښتو ټولنه جوړه شوه، د افغانستان په راډیو کې د پښتو خپرونو برخې ورزیاتې شوې او د پښتو ژبې د زده کړې دولتي کورسونه هم جوړ شول.

هغه زیاته کړه: « په ورستیو کلونو کې یعنې د شلمې پېړۍ په جریان کې پښتو ژبې او ادبیاتو ته ځانګړې پاملرنه وشوه، پښتو ټولنې، اطلاعاتو او فرهنګ ریاست بیا وروسته وزارت، خپرندویه ټولنې، د افغانستان د لیکوالانو انجمن، علومو اکاډمۍ او نورو د پښتو ژبې لپاره ځانګړې پاملرنه کوله.»

خو نوموړي وویل، چې پښتو ژبه په تعلیمي نظام کې تر ډېره له پامه غورځېدلې وه، حتا په پښتنو سیمو کې هم مضامین په پښتو نه تدریسېدل، خو وروستیو کلونو کې یو څه پرمختګ شوی دی.

لېوال زیاتوي: «د فېسبوک، ټیک ټاک او نورو ټولنیزو رسنیو له برکته، پښتو ژبه اوس نه یوازې لوستل کېږي، بلکې اورېدل او لیکل هم پرې کېږي. دا ژبه اوس د فرهنګي پراختیا او ودې په چټک پړاو کې ده.»

لیکوال، شاعر او ژورنالیست سنګر نيازي په دې اړه افغانستان انټرنشنل ته وویل: «پښتو ژبه نه یوازې د افهام او تفهیم وسیله ده، بلکې د قانون حیثیت لري. د ژبې د پرمختګ لپاره باید پرې خبرې وشي، علمي اثار پرې ولیکل شي او نورو ژبو ته وژباړل شي.»

نوموړي د تاريخي حقايقو په يادولو سره وويل: «که څه هم پښتانه په افغانستان کې تر ډېره په واک کې پاتې شوي، خو د خپلې ژبې پراختيا ته يې هغومره پاملرنه نه ده کړې.»

نیازي په کوزې پښتونخوا کې د پښتو ژبې وضعيت ته په اشارې سره وويل، چې په پښتونخوا کې دغه ژبه تر اوسه د ښوونيز نصاب برخه نه ده، چې دا له يوه ستر قوم سره ښکاره جفا ده.

هغه د نېلسن منډیلا مشهور قول ته اشاره وکړه، چې وایي: « که له چا سره د هغه په مورنۍ ژبه خبرې وکړې، نو دا ستا خبره به د هغه زړه ته ورسېږي».

د پښتو ژبې ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي، چې د طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته د دې ژبې او د افغانستان د نورو ژبو پر ګڼو کتابونو بندیزونه لګېدلي او د لیکوالان نه شي کولای چې په ازاد ډول لیکل وکړي او کتابونه خپاره کړي. دغه راز دې ډلې پر رسنیو هم خورا بندیزونه لګولي او په خپل واک کې رسنیو نه ډېری د تبلیغاتي وسایلو په توګه کار اخلي.

د پښتو ژبې نوموړي شاعر حمزه بابا د پښتو ددرنښت په دود ویلي، چې :

وايي اغیار چې ددوزخ ژبه ده

زه به جنت ته له پښتو سره ځم

نور خبرونه

رادیو