کافا جام سیالۍ؛ افغانستان له تاجکستان ماتې وخوړه

۳ ورځې مخکې

د افغانستان ۱۷ کلنو د فوټبال ملي لوبډلې د کافا جام سیالیو په لړ کې تېره ورځ د تاجکستان پر وړاندې د ۳-۰ په توپیر ماتې وخوړه.
دغه لوبه تېره ورځ د تاشکند په کوربه‌توب ترسره شوه.

که څه هم د لوبې په لومړۍ نیمه پاڼۍ کې کومې ډلې ګول نه و وهلی؛ خو د لوبې په دویمې پاڼۍ کې د تاجکستان لوبډله وتوانېده، چې درې ګولونه ووهي او د لوبې بری خپل کړي.
افغان لوبډله د دوو پرلپسې ماتو وروسته ونه توانېده، چې د دغه سیالیو وروستیو پړاونو ته لار ومومي.
د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډله په دغه سیالیو کې په بي ګروپ کې د ترکمنستان او تاجکستان لوبډلو سره هم ډله ده.
افغان لوبډلې تر دې وړاندې د دغه سیالیو په لوموړۍ لوبه کې د ترکمنستان لوبډلې پر وړاندې د ۱-۰ په توپیر ماتې خوړلې وه.
په کافا جام سیالیو کې د افغانستان، ایران، ازبکستان، تاجکستان، قرغزستان او ترکمنستان لوبډلو برخه اخیستې وه.
دا په داسې حال کې ده، چې افغان لوبډلې د کافا جام د تېرو سیالیو اتلولي خپله کړې وه.

نور خبرونه

رادیو