د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمتالله نبیل په خوست کې د نوي پرانیستل شوي بند د نړېدو په غبرګون کې ویلي، چې د خلکو د پوهاوي د کچې په لوړېدو سره به ډېر ژر د طالبانو استبدادي بند هم، د لیژې بند په څېر، ونړېږي او د ولس د ازادۍ لپاره به لاره پرانېزي.
د نبیل وینا، هغه پروژې چې د علم، تخصص او څارنې پرځای د شعارونو، ریاکارۍ او دعا پر محور جوړې شوې، پایله به یې نړیدل وي.
رحمت الله نبیل دغه څرګندونې له هغه وروسته کړېدي، چې په خوست ولایت کې د اوبو یو بند تر پرانېستو څو ورځې وروسته ونړید.
نبیل وایي : «دا یوازې یو بند نه و، چې ړنګ شو، بلکې د هغو نظامونو سمبول دی، چې د جهل، فساد او استبداد پر ستنو ولاړ دی.»
هغه زیاته کړه:« هغه ورځ ډېره نږدې ده، چې د طالبانو استبدادي بند به هم د خلکو د پوهاوي له لومړني اورښت سره د لیژې بند په څېر ونړیږي او د ازادۍ لار به پرانېستل شي.»
په خوست کې د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز ویلي، چې د بند د نړېدو په اړه هر اړخیزې څېړنې روانې دي.
د خوست په ګربز ولسوالۍ کې د اوبو دغه بند تېره اونۍ پرانېستل شو او تېره ورځ د باران د اوبو له ډېرېدو سره ونړېد.