اسټرالیا خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې، چې افغانستان ته دې له سفر کولو ډډه وکړي

۲ ورځې مخکې

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت له خپلو وګړو غوښتي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته دې له سفر کولو ډډه وکړي.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبه (د غبرګولي ۱۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت خورا ګواښونکی دی.

دغه وزارت زیاته کړې، چې د کابل په ګډون په ټول افغانستان کې د ترهګرۍ او تښتونې خورا لوړ ګواښونه شته او په افغانستان کې هیڅ ځای د برید له ګواښ څخه خوندي نه دی.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت وړاندې ویلي، چې بهرني وګړي هم د خپلسرو نیونو له جدي ګواښ سره مخ دي.

تر دې وړاندې هم یو شمېر هېوادونو له خپلو وګړو غوښتي و، چې افغانستان ته دې د امنیتي لاملونو له امله له سفر کولو ډډه وکړي.

نور خبرونه

رادیو