د ملبورن پوهنتون د حقوقو پوهنځی د افغان مېرمنو او نجونو لپاره حقوقي زده کړې پیلوي

۲ ورځې مخکې

د ملبورن پوهنتون د حقوقو پوهنځي اعلان وکړ، چې د یوه تعلیمي بنسټ سره په ګډه یې د افغان مېرمنو د حقوقي زده کړو یوه پروژه پیل کړې ده.

دا پوهنتون چې په اسټرالیا هېواد کې دی، وايي چې د افغان مېرمنو لپاره به دغه پروګرام د یوه کاله لپاره وي.

د ایران اېراف خبرې اژانس ویلي، چې د ملبورن حقوقو پوهنځي د سې شنبه په ورځ (د غبرګولي ۱۳مه) په یوې خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې د «مونټین انسټیټوټ» د ښوونې او پراختیا په همکارۍ «د افغان مېرمنو لپاره حقوقي زده کړې ته د لاس رسي» تر سرلیک لاندې يې یوه پروژه پيل کړې ده.

دا پروګرام د هغو مېرمنو د ځواکمنېدو لپاره طرحه شوې، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له زده کړو محرومې شوې دي.

د دې تعلیمي بنسټ بنسټ‌اېښودونکی او د هرات پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي پخوانی رییس غلام‌شاه عادل د دغه پروګرام د پلي کېدو د څار مسوولیت پر غاړه لري او ډاډ ورکوي، چې دا پروګرام به خپلې ټاکلې موخې ترلاسه کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي: «د طالبانو تر واک لاندې ښځو او نجونو ته د ثانوي او لوړو زده کړو په ځانګړې ډول د حقوقو په برخه کې لاس رسۍ نه شته او دا حالت لا د خرابېدو په حال کې دی او د حقوقو د زده کړې سیسټم يې کمزوری کړی دی.»

د ملبورن د حقوقو پوهنځي ټینګار کړی، چې افغان ټولنه او حقوقي نظام د ښځو د تعلیمي محرومیت له کبله سخت زيانمن شوی دی.

دوی وايي، د حقوقي زده کړو پروژه افغانو مېرمنو ته دا فرصت برابروي چې «خپل مسیر ته دوام ورکړي، هیلې ژوندۍ وساتي او خپل حقوقي مهارتونه پیاوړې کړي.»

په خبرپاڼه کې راغلي، چې «د مونټین د ښوونې او پراختیا موسسې» د افغانو نجونو او ښځو لپاره د لوړ کیفیت زده‌ کړو زمینه برابره کړې او د دې پروژې له لارې افغانې نجونې د افغان حقوقي متخصصینو له ټولنې سره نښلول کېږي.

د یادولو ده، چې د حقوقو دا تعليمي پروګرام یو کلن دی.

د دې پروګرام مسوولین وايي، تمه ده چې په دې پروګرام کې د هغو افغان وکیلانو او حقوقي څېړونکو له پوهې، تخصص او ژمنتیا ګټه واخیستل شي، چې اسټرالیا ته پناه وړي او غواړي په دغه هېواد کې مثبت رول ولوبوي.

نور خبرونه

رادیو