طالبان: د کاپیسا له مرکزي زندانه د اتو مېرمنو په ګډون ۴۶ بندیان خوشې شول

۲ ورځې مخکې

په کاپیسا ولایت کې د طالبانو د استیناف محکمې چارواکي وایي، چې د لوی اختر په مناسبت د دغه ولایت له مرکزي زندانه د ۸ مېرمنو په ګډون ۴۶ بندیان خوشې شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د راپور له مخې؛ سیمه‌ییزو طالب چارواکو زیاته کړې، چې د دغه زندان د ۱۹ نورو بندیانو د بند موده کمه شوه.

د یادولو وړ ده، چې تېره ورځ هم په لغمان ولایت کې د دغه ډلې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده په حکم د یاد ولایت له مرکزي زندانه د څلورو مېرمنو او ۵ ماشومانو په ګډون ۹۱ بندیان خوشې شوي وو.

نور خبرونه

رادیو