په پرتګال کې د جنايي جرمونو یوې محکمې یو ۳۰ کلن افغان د لېسبون ښار په یوه اسماعیليه مرکز کې د دوو ښځو د وژنې په تور په ۲۵ کاله بند محکوم کړ.
که څه هم یوه څارنوال ادعا وکړه، چې عبدالبشیر د دغه جرم مسوول نه دی کړی او غوښتنه یې وکړه، چې هغه دې د بند پر ځای لږ تر لږه درې کاله په رواني روغتون کې وساتل شي؛ خو قاضي وویل، چې بشیر د جرم ترسراوي پرمهال په هیڅ کومې ذهني ناروغۍ اخته نه و او دغه پرېکړه یې د عدلي متخصصینو او ارواپوهانو سره تر خبرو اترو وروسته کړې ده.
محکمې دارنګه عبدالبشیر ته د ۳۰۰زره یورو څخه د زیاتو تاوان ورکولو امر هم وکړ.
نوموړي د ۱۴۰۲ کال (د وري میاشتې په ۸مه نېټه) دوه ښځې چې عمرونه یې ۲۴ او ۴۹ کاله وو او د اسماعیليه مرکز د کډوالو د ملاتړ خدمتونو په یوې څانګه کې یې کار کاوه؛ ووژلې.
پر عبدالبشیر ۱۱ تورونه لګېدلي وو، چې له ډلې یې په اوو هغو کې مجرم وپېژندل شو.