د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د دغې ډلې د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ پلاوی په استانه نړۍوال فورم کې د ګډون په موخه قزاقستان ته ولاړ.
د طالبانو په دغه پلاوي کې د ټولګټو وزارت د اورګارډي معیین او د دولتي شرکتونو مشر هم شامل دي.
طالبان وايي، تمه ده، چې په استانه نړۍوال فورم کې به نور الدین عزیزي د افغانستان د پانګونې فرصتونو او اقتصادې ودې په اړه وینا وکړي.
د استانه نړۍوال فورم غونډه هر کال د قزاقستان په پلازمېنې استانه کې جوړېږي او د نړۍوال اقتصاد، اقلیمي بدلون، نړۍوال امنیت، دوامدارې پراختیا او سیمه ییزو همکاریو په اړه بحثونه پکې کېږي.