طالبان: د شلو ترهګرو ډلو د شتون مفکوره د امریکا د «اشغال» پر مهال رامنځته شوې وه

۵ ورځې مخکې

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د روسیې د دفاع وزیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون ویلي، چې په افغانستان کې هېڅ خپلسرې ډله شتون نه لري.

د نوموړي په وینا، د شلو ترهګرو ډلو د شتون مفکوره د امریکا د «اشغال» پر مهال رامنځته شوې وه

د روسیې د دفاع وزیر اندري بېلووسف ویلي، چې په افغانستان کې ګڼ شمېر توندلارې ډلې لا هم د مرکزي اسیا په سیمه کې اصلي ګواښ جوړوي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۷مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «هغه تشویشونه بې ځایه دي، چې د افغانستان څخه د خطر تلقي کولو په منظور ایجادېږي.»

نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې د شلو ډلو د شتون مفکوره د امریکايي «اشغال» پر مهال جوړه شوې وه.

هغه لیکلي: «دلته د شلو ډلو مفکوره د امریکایي اشغال پر مهال ایجاد شوې وه او موخې يې درلودې.»

د روسیې دفاع وزیر اندري بېلوسوف د چهارشنبې په ورځ په بیشکک کې د ډله ییز امنیت تړون سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې وویل، چې په مرکزي اسیا سیمه کې اصلي ګواښ لا هم له افغانستان څخه د ګڼو توندلارو ډلو څخه راځي.

هغه ددې ډلو شمېرتر ۲۰ ډېر ښودلی، چې د جنګیالیو شمېر یې له ۱۵۰۰۰ لوړېږي.

نور خبرونه

رادیو