طالبان وايي د کار عالي شورا د فعالیتونو لارښود یې تایید کړی

۱۶ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، د یوې ناستې په ترڅ کې یې د کار عالي شورا د فعالیتونو او د دې شورا د سکرتریت د دندو لارښود تایید کړی.

دغه ناسته د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۷مه) د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو د وزیر ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ، او د کار اړوند اتحادیو د استازو په حضور کې شوې.

د ناستې په ترڅ کې ملا عبدالمنان عمري ویلي، چې یاد لارښود د تېرو ناستو د پرېکړو پر بنسټ چمتو شوی او موخه یې د شورا د غونډو منظمول، د ټولنیزو شریکانو ترمنځ سالمې کاري اړیکې، د کار اړوندو ادارو کې د مناسب کاري چاپېریال برابرول او همداراز له نړیوالو معیارونو او کنوانسیونونو سره همغږي ده.

هغه همداراز د شورا د سکرتریت جوړېدل یوه مهمه لاسته‌راوړنه وبلله چې د تطبیق له لارې به یې د کاریګرو د حقونو دفاع او د ستونزو حل ته زمینه برابره شي.

یاد وزارت وايي، چې دغه لارښود د ګډونوالو د تفاهم پر بنسټ، په دریو فصلونو او ۱۲ مادو کې تصویب او تایید شوی.

د دغه وزارت په وینا، په ناسته کې د افغانستان د کاریګرو او کارکوونکو د ملي اتحادیې سرپرست، د صنفي اتحادیو، د کارموندنې خصوصي شرکتونو، د سوداګرۍ او پانګونې، کرنې او مالدارۍ او همداراز د کسبګرو او د کاندارانو د خونو استازو ګډون درلود.

نور خبرونه

رادیو