د ایران د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د ټولو افغان کډوالو د سرشمېرنې پاڼې باطلې شوې دي او ټول غیر قانوني کډوال باید د چنګاښ میاشتې له ۱۵مې نېټې وروسته له دغه هېواده ووځي.
نوموړي زياته کړې، چې دا مهال په ایران کې ۶ مېلیونه او ۱۰۰ زره افغان کډوال اوسېږي.
د ایران اېراف خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۷مه) د دې هېواد د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو د مشر نادر یار احمدي له قوله ویلي، چې تر دې مهاله ۵۰ سلنه هغه وګړي چې د سر شمېرنې پاڼې لري له هېواده د وتلو فورمې ترلاسه کړي دي.
نوموړي د قانوني او غیر قانوني وګړو په اړه ويلي: «هغه کډوال چې د هویت خاص او د دولت تایید شوی سند ولري او د ویزې له لارې بل هېواد ته داخل شوي وي قانوني اتباع ګڼل کېږي او هغه کسان چې دغه ځانګړتیاوې ونه لري غير قانوني دي.»
د هغه د معلوماتو له مخې، دا مهال په ایران کې ۶ مېلیونه او ۱۰۰ زره افغان کډوال اوسېږي.
نادر یار احمدي زياته کړې، چې د تېر کال په پرتله د غیر قانوني کډوالو شمېر ۲ مېلیونه او ۱۰۰ زره تنه وو او ۲ مېلیونه هغه کسان و، چې د سر شمېرنې فورمې يې د تېر کال د کب مياشتي تر ۳۰مې د اعتبار وړ وې، چې اوس د منلو نه دي.
نوموړي ویلي، دا مهال په ایران کې د غير قانوني افغان کډوالو شمېر ۴ مېلیونه او ۱۰۰ زرو ته لوړ شوی.
د هغه په خبره، اوس مهال ۲ مېلیونه او ۳۴ زره او ۴۶۹ افغان کډوال د سر شمېرنې فورمې لري.
هغه زياته کړې: «تېر کال موږ اعلان وکړ، چې د سر شمېرنې فورمې د اعتبار وړ نه دي، تر اوسه ۵۰ سلنه کډوال دغه فورمې لري او له ایران څخه د وتلو اجازه یې تر لاسه کړې.»
نوموړي ټينګار کړی، چې له کډوالو کورنيو سره د پولو د اوښتو پر مهال له زوره کار نه اخلي.
هغه دا هم ویلي، کوم افغانان چې په ایران کې يې واده کړی وي او قانوني ثبت وي دوسيې به یې په خاصو کمېسیونونو کې وڅېړل شي او که ثبت نه وي د پاتې کېدو اجازه نه لري.
احمدي زياته کړه، هغه مېرمرني چې خپل هېواد ته د ستنېدو پر مهال له ګواښ سره مخ وي او یا یې اولادونه ناروغ وي په ایران کې يې درملنه کېدلی شي او دوی به یې مرسته وکړي.
د هغه د معلوماتو له مخې، هغه کورنۍ چې اولادونه يې په دې هېواد کې زېږېدلي وي د دايمي اوسېدو لپاره خاص قانون نه لري او یوازې هغه کسان منل کېږي، چې تابعیت یې یوازې د وینې له لارې وي.