د خبریالانو ۱۵ ملاتړو بنسټونو له پاکستانه غوښتي چې افغان خبریالان له دې هېواده و نه باسي

۶ ورځې مخکې

د خبریالانو د خونديتوب کمېټې او ۱۴ نورو بنسټونو په یوه ګډه اعلامیه کې له پاکستاني حکومته غوښتي، چې د افغان خبریالانو او هغه کسانو چې له ګواښ سره مخ دي، له پراخ شړلو ډډه وکړي.

دغه بنسټونو د افغان کډوالو د بېرته ستنولو د طرحې په اړه چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۳مه اعلان شوی و، خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
یادو بنسټونو دغه راز له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د هغو خبریالانو، لیکوالانو، هنرمندانو، د بشري حقونو فعالانو او نورو زیان‌منونکو کسانو ته د استوګنې زمینه برابره کړي، چې د طالبانو له ځورونې تښتېدلي دي.
د جرمني قلم ټولنه او څو نورو اروپايي هېوادونو، د امریکا او اروپا په شمال کې په تبعید کې افغان خبریالان، د خبریالانو د خونديتوب کمېټه، نامحدوده ازاده مطبوعات، فرانټ لاین ډیفنډرز، د پناه غوښتنې د نړۍوالو ښارونو شبکه، نی یا په افغانستان کې د ازادو رسنیو ملاتړی بنسټ او د بې پولې خبریالانو بنسټونه هغه ادارې دي، چې د یادې ګډې اعلامیې لاسلیک کوونکي دي.
د هغو افغانانو د شړلو طرحه چې قانوني اسناد نه لري، په پاکستان کې له پراخو نیوکو سره مخ شوې ده او کورني او نړۍوال بنسټونه، لکه د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان له پاکستانه غوښتي، چې خپلو نړۍوالو ژمنو ته په افغانستان کې دوام ورکړي.
له دغو غوښتنو سره- سره د پاکستان حکومت په وروستیو میاشتو کې د جبري بېرته ستنولو بهیر چټک کړی، چې یوازې د اپرېل په میاشت کې یې له ۳۰۰ زرو ډېر کسان شړلي دي.

نور خبرونه

رادیو