خلیلزاد له افغانستانه بهر د طالبانو د «جهاد» نه کولو اقدام ستایلی

۶ ورځې مخکې

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد له افغانستانه بهر د طالبانو د «جهاد نه کولو اقدام» ستايلی دی.

د طالبانو یوه غړي دوه ورځې وړاندې په یوې غونډه کې ویلي و، چې «د جهاد په نیت له هېواده بهر تلل نه شته او که څوک د امیر د امر سرغړونه کوي غاړې يې بندې دي.»

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمی خلیلزاد د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۷مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکي:«د طالبانو مشر یو واضیح امر کړی، چې د طالبانو غړي له افغانستانه بهر د وسله والو ډلو سره د جهاد په نوم د ګډون څخه منع دي.»

خلیلزاد له دې خبر سره په کابل کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ اړوند د یو نظامي کمپ د استاد سعیدالله سعید ويډيو هم شریکه کړې.

دغه طالب درې ورځې وړاندې د طالبانو د نظامي زده کړو څخه فارغو کسانو ته ویلي و: «د جهاد په نیت له هېواده بهر تلل نه شته او نه پر سرتېرو دا ډول جهاد روا دی. که څوک د امیر له امر پرته د خپل نفس په غوښتنه دغه ډول جهاد ته ځي نو غاړه به یې بنده وي.»

خلیزاد همدې خبرو ته په اشارې د طالبانو دغه اقدام ستایلی او دا یې یو مثبت پرمختګ یاد کړی.

که څه هم طالبانو په رسمي ډول له افغانستانه بهر د «جهاد» منع کولو په اړه د خپل مشر هبت الله اخوندزاده امر نه دی اعلان کړی، خو ډېرو هېوادونو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان باندې نیوکې کړي، چې د وسله والو ډلو سره پراخې اړيکې لري.

د روسیې دفاع وزیر اندري بېلوسوف د چهارشنبې په ورځ په بیشکک کې د ډله ییز امنیت تړون سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې وویل، چې په مرکزي اسیا سیمه کې اصلي ګواښ لا هم له افغانستان څخه د ګڼو توندلارو ډلو څخه راځي.

هغه ددې ډلو شمېر تر ۲۰ ډېر ښودلی، چې د جنګیالیو شمېر یې له ۱۵۰۰۰ لوړېږي.

خو طالبانو دغه خبري رد کړي او وایي، چې افغانستان د هېڅ هېواد لپاره خطر نه دی.

نور خبرونه

رادیو