طالبانو په کابل کې اووه خیریه بنسټونه او یوه اتحادیه تړلي دي

۵ ورځې مخکې

د طالبانو عدلیې وزارت ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې یې په کابل ښار کې د اوو خیریه بنسټونو او یوې اتحادیې فعالیتونه درولي او یادې ادارې یې تړلې دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو ریاست د څار ډلې په غويي میاشت کې په کابل ښار کې د ۴۲ خیریه بنسټونو او اتحادیو د فعالیتونو څارنه کړې ده.

د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي، چې د څار ډلې د ۴۲ خیریه بنسټونو او اتحادیو له ډلې، د ۷ خیریه بنسټونو او یوې اتحادیې دفترونه مهرولاک کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یادو بنسټونو په ناقانونه توګه فعالیتونه کول.

د طالبانو عدلیې وزارت ویلي، چې خیریه بنسټونه او اتحاديي دې د دغې ډلې د اصولو او پالیسیو سره سم فعالیتونه ترسره کړي او یاد بنسټونه اړ دي چې د خپلو فعالیتونو راپور د عدلیې وزارت د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو چارو له ریاست سره شریک کړي.

طالبانو وړاندې تردې هم په ځینو ولایتونو کې د خیریه بنسټونو پر فعالیتونو بندیزونه لګولي وو.

د خیریه بنسټونو ځینې مسولین وايي، چې په ولایتونو کې د طالبانو له همغږۍ پرته له خلکو سره د مرستو د وېش اجازه نه ورکول کیږي.

نور خبرونه

رادیو