طالبانو د کابل په نړۍوال هوایي ډګر کې د ۵۸ کیلوګرامه ګران بیه ډبرو د قاچاق مخه نیولې ده.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په دې ډبرو کې لاجورد، زمرد، یاقوت او نور قیمتي مواد شامل وو، چې د یوه کارګو شرکت په مرسته نورو هېوادنو ته قاچاق کېده.
دغه وزارت د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «د کورنیو چارو وزارت د قاچاق مخنیوي د سرحدي پولیسو له خوا، په کابل نړۍوال هوایي ډګر کې د څه باندې ۵۷ کیلوګرامه قیمتي او نیمهقیمتي ډبرو د قاچاق هڅه شنډه شوې ده.یادې ډبرې چې پکې لاجورد، زمرد، یاقوت او نور قیمتي مواد شامل وو، د یوه کارګو شرکت له لوري د صادراتو په نوم له هېواده بهر قاچاق کېدلې، خو د سرحدي پولیسو له خوا پر وخت پېژندل شوي او ضبط شوي دي.»
بل پلو، د کابل نړۍوال هوایي ډګر چارواکي وايي چې په تېرو څلورو میاشتو کې یې د ۱.۶ مېلیونه ډالرو څخه د زیاتو پیسو، ۱۸ کیلوګرامه سرو زرو او د ۹۰۰ کیلوګرامه نشه یي توکو د قاچاق مخه نیولې ده.
د دې ترڅنګ، د ۶۰۰ څخه زیاتې قاچاقي کڅوړې چې پیسې، طلا او قیمتي ډبرې لري، د هوايي ډګر له لارې د وتلو مخه نیول شوې ده .
د راپورونو له مخې، د هېواد ډېری کانونه (په ځانګړي ډول د بدخشان، پنجشېر، نورستان، لوګر، غزني، هلمند، فراه، او نورستان ولایتونو کې) د سیمهییزو زورواکو، قراردادیانو او حتی طالبانو له لوري د ابتدایي وسایلو په مټ له قانوني جواز پرته استخراجېږي.
دغه زېرمې اکثره وخت پاکستان، ایران، او له هغه ځایه نورو نړۍوالو بازارونو ته قاچاقېږي.
دا قاچاق عمدتاً د وسله والو ډلو، سیمهییزو قوماندانانو یا حتی د طالب چارواکو تر سرپرستۍ لاندې ترسره کېږي.
افغانستان ته د قیمتي ډبرو د قاچاق له امله هر کال مېلیونونه ډالر تاوان رسېږي. پر ځای یې دا شتمني د څو اشخاصو جیبونو ته ځي.
د کابل پوهنتون یو استاد د یوې څېړنې په ترڅ کې څرګنده کړې، چې هر کال د افغانستان نه پاکستان ته د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو قاچاق ارزښت ۲۶۷ مېلیون ډالرو ته رسېږي.
دغه ډبرې اکثراً د سمنټو او سپینو ډبرو په نوم قاچاق کېږي او د ځینو راپورونو له مخې د دې قاچاق تر شا ځواکمنې ډلې او سیمه ییز مافیاوې لاس لري .
طالب چارواکي د کانونو قراردادونه له رسنیو پټ ساتي او ډېری وخت د معدنونو قراردادونه خپلو پلویانو یا بهرنیو شرکتونو ته ورکوي، پرته له دې چې خلک پرې خبر وي.
طالبانو له نړۍوالو مسلکي شرکتونو او متخصصینو سره اړیکې پرې کړې دي، چې له امله یې د کانونو استخراج غېر مسلکي او له تخریبي زیانونو ډک دی.
د چارو پوهان وایي، که چیرې دا معدني زېرمې په قانوني، شفاف، او په مسلکي ډول استخراج شي، افغانستان کولای شي د سیمې د اقتصاد یو مهم لوبغاړی شي، خو دا فرصتونه له لاسه ورکول کېږي.