ایران کې د مخکیني جمهوري نظام یو معلول افغان سرتېری وژل شوی

۲ ورځې مخکې

باوري سرچینو د یکشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د شنبې په ورځ د «غبرګولي ۱۰مه» نېټه مازیګر مهال د غلام رضا همدرد په نوم یو پخوانی افغان سرتېری د ایران پلازمېنې تهران ته څېرمه د «شور اباد» په سیمه کې وژل شوی دی.

سرچینې وایي، نوموړی د چړو په ګوزارونو وژل شوی.

د غلام ‌رضا یو خپلوان افغانستان انټرنشنل ته زیاته کړې، چې نوموړی د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و او درې کاله مخکې ایران ته کډه شوی و.

سرچینه زیاتوي، غلام ‌رضا د طالبانو پر ضد جګړه کې ټپي شوی هم و، دواړه لاسونه یې مات شوي وو او یوه پښه یې هم پرې شوې وه.

د وژل شوي سرتېري نږدې خپلوان وايي، هغه د شنبې په ورځ ماښام ناوخته د خوراکي توکو د پېرلو لپاره بازار ته تللی و؛ خو د بېرته راستنېدو پر مهال ایراني وګړو هغه ته سپکاوی وکړ او بدرې ردې یې ورته وویلې.

دغه سرچینه وايي، تر لفظي شخړې وروسته یاد پخوانی سرتېری د همدغو کسانو له لوري په چړو ووهل شو او ځای پر ځای یې وواژه.

د غلام‌ رضا ملګري په ایران کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت ته ورغلي او غوښتنه یې کړې، چې دغه قضیه وڅېړي؛ خو تر اوسه نه د طالبانو له‌خوا او نه هم د ایران د حکومت له لوري کوم غبرګون یا اقدام شوی دی.

د غلام‌رضا جسد لا هم د تهران په یوه روغتون کې په یخو خونو کې ساتل کېږي او هېواد ته نه دی لېږدول شوی.

په ایران کې مېشت د پخواني افغان حکومت سرتېري له سختو ستونزو سره مخ دي. دوی په زور د اېستل کېدو او بېرته د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان ته د استولو له ګواښ سره مخامخ دي.

څو ورځې مخکې یو پخواني افغان پېلوټ وروسته له هغې ځان وواژه، چې د ایران حکومت ورته د اېستل کېدو خبرتیا ورکړې وه.

پخواني افغان سرتېري د طالبانو د غچ اخیستنې له وېرې نه شي کولای افغانستان ته لاړ شي؛ نو له همدې امله ډېری یې په ایران او پاکستان کې له کړاوه ډک ژوند ته اړ شوي دي.

نور خبرونه

رادیو