د افغانستان د تاریخي فصل لومړی څپرکی له احمد شاه ابدالي جوړ دی چې د جګړې په ډګر کې بریالی و او هم یې د ملت جوړونې لومړنی خو بنسټیز روایت ایجاد کړی دی.
هغه نه یوازې د ستر امپراتور په توګه وځلېد، بلکې د قومي یووالي، عدالت او ستراتیژیکو سیاسي مهارتونو له مخې یې د افغان دولت بنسټ کېښود.
د هغه تر مشرۍ لاندې، افغانستان له یو ویشلي، قبیلوي او شخړو ډک جوړښت څخه یو منظم، یو موټی او د قومونو ترمنځ د تفاهم پر بنسټ په امپراتورۍ ته واوښت. تاجک، هزاره، هندو، سېکهـ، ترکمن، نورستاني، ازبک، بلوچ او پښتانه ټول د هغه په لښکر، دولت او مشورتي شورا کې خپل ځانګړی او موثر ځای درلود.
احمد شاه ابدالي د افغانستان په نوې تاسیس شوې جغرافیه کې د هر قوم حق ته د درناوي فکر ایجاد کړ، د منابعو عادلانه وېش یې تضمین کړ او د دولتدارۍ په ډګر کې یې د دین، دود او سیاسي حکمت ترمنځ یو ارزښتناک توازن بنسټیز کړ.
نن د جون درېیمه د افغان ملت د امپراتور احمد شاه ابدالي د مړینې ۲۵۳م تلین دی. دا ورځ یوازې د یوه پاچا د مرګ یاد نه دی، بلکې د یو ملت د بیا زېږېدو، د قومونو د یووالي او د عدالت د نظام د بنسټ کېښودو یوه تاریخي خاطره ده.
احمد شاه ابدالي چې د دراني امپراتورۍ بنسټ یې کېښود، نه یوازې یو زړور جنرال، بلکې یو ستر ملتپال، د سیاست او عدل هوښیار لارښود و.
د یو موټي افغانستان جوړول
احمد شاه ابدالي چې وروسته د "احمد شاه بابا" لقب یې واخیست، د ۱۷۴۷ ز کال په جولای میاشت کې د کندهار په شوربازار کې د قومي مشرانو تر مشورې وروسته د افغانستان د پاچا په توګه وټاکل شو.
دا ټاکنه، چې د پښتني دود له مخې د "خوږو اوبو له کاسې" سره مل وه، د هغه د ولسي مشروعیت ښکارندویي کوله.
له تاجکستانه تر عربي بحیرې، له پنجابه تر بلخ او بخارا پورې د ده تر ولکې لاندې پراخې سیمې راټولې شوې.
ابدالي ا نه یوازې د ختیځو قومونو ترمنځ یووالی راوست، بلکې د لرغوني خراسان د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي تجدید هڅه یې وکړه.
د قومونو یووالي او د ټولشموله امپراتورۍ جوړښت
د احمد شاه ابدالي ستره لاسته راوړنه د قومونو ترمنځ وحدت و. هغه دا درک کړې وه چې یو باثباته امپراتوري یوازې هغه وخت دوام مومي چې ټول قومي او مذهبي اقلیتونه پکې شراکت ولري. هغه د پښتنو، تاجکانو، ازبکانو، بلوچو، هزارهګانو، سېکانو، هندوانو، او نورو سره داسې تعامل درلود، لکه څنګه چې د یوه ملت جوړونکو ته ښایي.
ابدالي د قدرت انحصار نه کاوه. د ده په دربار کې تاجکان د مالیاتو مسوولین، ازبکان د سواره پوځ مشران، هزارهګان د لوجستیک مسوولین او هندوان د سوداګرۍ او خزانو مسوولان وو.
دا تنوع یوازې یو تاکتیکي انتخاب نه و، بلکې د ده د سیاسي فلسفې یوه مهمه برخه وه.
د عدلي نظام بنسټ او شریعتمحوره اصلاحات
احمد شاه ابدالي یو عادل واکمن و، چې د شریعت پر اصولو ولاړ عدلي نظام یې نافذ کړ. ده قاضيالقضات، مفتیان او محلي قاضیان وټاکل او پر هغوی یې نظارت کاوه. د شرعي اصولو او قبیلوي دود ترمنځ توازن یې را منځته کړ، څو هم دیني عدالت تأمین شي او هم قومي تعادل وساتل شي.
احمد شاه ابدالي همداراز د غنیمتونو او مالیاتو د راټولولو لپاره د بیتالمال بنسټ کېښود او له هغه څخه یې د پوځ، عامه خدماتو او دربار لګښتونه برابرول. ده په لومړي ځل په بیت المال کې د حساب ورکونې بنسټ کېښود.
د جګړې او ډېپلوماسۍ مهارتونه
د ابدالي ستراتیژیک مهارتونه یوازې د شمشېر په زور نه بلکې د سیاست، مذاکراتو او ډېپلوماسۍ له لارې هم ښکارېدل. هغه نه یوازې د هند په میدانونو کې بریاوې لرلې، بلکې له ایران، عثماني خلافت او چیني واکمنانو سره یې هوښیار تعامل درلود.
د ۱۷۶۱م پاني پت جګړه د ده تر ټولو مهمه نظامي لاسته راوړنه وه، چې پکې یې د هند ستر مرهټه ځواک مات کړ. دا جګړه د مسلمانانو د واک د بېرته احیا کولو لپاره یوه مهمه شېبه وه. سره له دې چې احمد شاه وروسته له بریا څخه هند ته د واک غځولو هڅه ونه کړه؛ خو دا یې ښودله چې دی یو غارتګر نه، بلکې یو ملتپال امپراتور و.
فرهنګي پانګه، مذهبي زغم او ژبنی وحدت
احمد شاه ابدالي، چې خپله شاعر هم و، فرهنګي ارزښتونو ته ځانګړې پاملرنه کوله. ده د دربار له لارې د ادب، تصوف، تاریخ او دیني علومو ودې ته زمینه برابره کړه. د هغه د دربار رسمي ژبې پښتو، دري او ترکي وې او دا ژبنۍ رنګارنګي یې د ملت جوړونې وسیله ګڼله.
ده د دیني زغم پالیسي درلوده. سره له دې چې احمد شاه سني حنفي و؛ خو د شیعه اقلیتونو پر ضد یې تعصب نه کاوه. په هند کې د سېکانو، هندوانو او نورو مذهبي ډلو معابد یې نه ړنګول، بلکې له هغوی سره یې د مالیې او مذهبي ازادۍ په بدل کې سوله ساتله.
میراث او د اوسني افغانستان لپاره پیغام
احمد شاه ابدالي یوازینی پاچا و چې د ملتپالنې، قومونو د یووالي، اسلامي عدالت او فرهنګي زغم تر منځ یې یو ځانګړی توازن وساته. د هغه د سیاست سترې تګلارې نن هم د یوه یو موټي، باثباته، او ملتمحوره افغانستان لپاره لارښود کېدی شي.
نن چې افغانستان یو ځل بیا د قومي، مذهبي او سیاسي شخړو له امله د ګډوډۍ تر منځ پروت دی، د احمد شاه بابا د فکر او میراث بیا احیا کول یوه اړتیا ده، نه انتخاب.
احمد شاه بابا، د ملتجوړونې او عدالت سمبول
احمد شاه بابا یوازې د یو قوم قهرمان نه و، بلکې د افغانستان د ټولو قومونو د یووالي سمبول و. هغه افغانانو ته هویت ورکړ، هېواد ته حدود او دولت ته نظام وټاکه. هغه افغانانانو ته دا ورښودله چې یو افغان کیدل د ژبې، قوم، یا سمت تابع نه، بلکې د یووالي، عدالت او وفادارۍ پرېکړه ده.
ابدالي نه یوازې د افغانانو، بلکې د منځنۍ اسیا، هندوستان او ایران د تاریخ یوه مهمه څېره ده. هغه د خپلې پوهې، زړورتیا او بینالاقوامي لید له برکته وکولای شول چې یو بېثباته سیمه د یو قوي امپراتورۍ په بڼه راټوله کړي.
هغه افغانان سره یو موټي کړل، اقلیتونو ته یې ځای ورکړ، عدالت ته یې ارزښت ورکړ او یو داسې میراث یې پرېښود چې تر نن ورځې د افغانانو د ویاړ سرچینه ده.